پېښور ۔ 27 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاكار بېرسټر ډاكټر سېف په مشرۍ كښې په پاكستاني علماﺀ كرامو ٬ اسلامي سكالرانو او سياستدانانو مشتمل پلاورې د سنكيانګ او كاشغر له دورې وروستو د اتوار په ورځ د چين پلازمينه بيجنګ ته ورسېد چرته چې ورته د چين خارجه وزات تود هركلے ووے۔ پلاوي په بيجنګ كښې د چين د اولني سركاري جومات دوره …
د بيرسټر سيف په مشرۍ كښې 12 كسيزه پلاوې بيجنګ ته ورسيد
پېښور ۔ 27 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاكار بېرسټر ډاكټر سېف په مشرۍ كښې په پاكستاني علماﺀ كرامو ٬ اسلامي سكالرانو او سياستدانانو مشتمل پلاورې د سنكيانګ او كاشغر له دورې وروستو د اتوار په ورځ د چين پلازمينه بيجنګ ته ورسېد چرته چې ورته د چين خارجه وزات تود هركلے ووے۔ پلاوي په بيجنګ كښې د چين د اولني سركاري جومات دوره وكړه ٬ دغلته د اسلامک اېسوسی اېشن آف چائنا چیئرمېن، وائس چیئرمېن او نورو ذمه وارو كسانو سره ملاقات وشو۔ د اسلامك اېسوسي اېشن چیئرمېن پلاوي ته بريفنګ كښې ووئيل په ټول چين كښې د مهال نزدې 35,000 جوماتونه ، 55,000 ائمه حضرات او يو درزن څخه زيات اسلامي مركزونه فعال دي۔ يوازې په بيجنګ كښې 72 جوماتونه دي۔ د اسلامک اېسوسی اېشن 8 ذېلی څانګې په ګرد هېواد كښې كار كوي۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې د قرآن مجيد او احاديث مباركه ژباړنه په چينائي ژبه كښې موجود ده۔ د روان كال په مهال 10 زره كسانو د حج فرض ترسره كړو او يو شمېر زده كوؤنكي جامعه ازهر ته هم لېږلې شوي دي۔ د پلاوي مشر د پاكستان لخوا د چينائي مشرانو مننه وكړه۔ ده د ارومچی، کاشغر او بیجنګ په څير ښارونو دورې زياتې ګټورې وګرځولې۔ مفتی زبېر اشرف عثمانی نائب صدر دارالعلوم کراچی،مولانا عبدالقدوس محمدی ترجمان وفاق المدارس،مفتی انور شاہ مهتمم جامعه احسن العلوم کراچی،حاجی ابرار تبلیغی جماعت او مولانا احمد دارالعلوم حقانیه او سادات سید شاہ فېصل د اسلامك اېسوسي اېشن مشرانو ته د پاكستان دورې كولو بلنه وكرړه او چينائي زده كوؤنكو لپاره يۍ د پاكستان په ديني مدرسو كښې د وېړيا تعليم ٬ استوګنې او ټولو ضرورتونو ترسره كولو پېشكش وكړو۔ د پلاوي غړي ډاكټر ضیاء الحق د”پېغامِ پاکستان” په پېغام او ددې په اهميت رڼا واچوله او مېزبانانو ته يۍ د پېغام پاكستان كتابونه د ډالۍ په توګه وركړل۔ د چين چارواكو پلاوې د ديوار چينو ليدلو له بوتلو ٬ دې سره سره پلاوي ته د فاربډن سټی او مهمو تاريخي ځايونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په پايه كښې د دواړو هېوادونو پلاويو يو بل له يادګاري ډالۍ وركړې او دا ملاقات يۍ ديني ٬ تعليمي او كلتوري اړيكو ته وده وركولو لپاره يو مهم سنګ ميل وګرځولو۔











