كوئټه۔25 جولائي (اےپي پي) د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني وئېلي دي د ينګ پارلمنټرېنز فورم د بلوجستان دوره د ځوانانو لپاره د روښانه سباون د عزم اظهار دے ٬ د بلوچستان د ځوانانو سره په كړو وعدو قائم يم او د دوي مسائل به په هر فورم پورته كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ينګ پارلمنټرينز فورم د بلوچستان دورې په بشپړولو خپلو خبرو كښې وكړه …
د ينګ پارلمنټرينز فورم د بلوجستان دوره د ځوانانو لپاره د روښانه سباون د عزم اظهار دے٬ جمال خان رئيساني
كوئټه۔25 جولائي (اےپي پي) د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني وئېلي دي د ينګ پارلمنټرېنز فورم د بلوجستان دوره د ځوانانو لپاره د روښانه سباون د عزم اظهار دے ٬ د بلوچستان د ځوانانو سره په كړو وعدو قائم يم او د دوي مسائل به په هر فورم پورته كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ينګ پارلمنټرينز فورم د بلوچستان دورې په بشپړولو خپلو خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئېل د ينګ پارلمنټرېنز فروم د جنرل سېكرټري په حېث په كوئټه كښې د فورم د غړو كوربتوب زما لپاره درناوے ؤ۔ د دورې په مهال د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر ٬ وزيراعلې ٬ د بلوچستان ګورنر او د بلوچستان د بورډ آف انوزېسټمنټ اېنډ ټرېډ سره د ځوانانو با اختياره جوړولو ٬ تعليم ٬ روزګار او په جامع پرمختګ مهم ملاقاتونه شوي دي۔











