د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره د زمبابوے سفير ملاقات٬ په تجارتي مرسته د خيالاتو څرګندونه

كراچي 25 جولائی(اے پی پی)د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره د زمبابوے سفير ټائټس ایم جے ابو باسوتو (Titus M. J. Abu Basutu) ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے او د پاكستان او زمبابوے ترمينځه سرمايه كارۍ او تجارتي مرستې په اړه يې تفصيلي خبرې كړې دي ۔د جمعې په ورځ د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د زمبابوے سفير د سندھ ګورنر ته كراچۍ كښې د …

كراچي 25 جولائی(اے پی پی)د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره د زمبابوے سفير ټائټس ایم جے ابو باسوتو (Titus M. J. Abu Basutu) ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے او د پاكستان او زمبابوے ترمينځه سرمايه كارۍ او تجارتي مرستې په اړه يې تفصيلي خبرې كړې دي ۔د جمعې په ورځ د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د زمبابوے سفير د سندھ ګورنر ته كراچۍ كښې د اعزازي قونصل خانې پرانستې په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون بلنه وركړه كومه چې د سندھ ګورنر په خوشحالۍ سره قبوله كړه ۔ده ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او شريك تجارت پراخا موقعې موجود دي٬دواړو هېوادونو ترمينځه اولسي او تجارتي كچه روابط ته لا وده وركول د وخت ضرورت دے۔په دې موقع ده ووئيل پاكستان افريقائي هېوادونو سره خپلو سفارتي او تجارتي اړيكو ته لا پراختيا وركول غواړي۔