كوئټه۔ 25 جولائي(اےپي پي) د بلوچستان د سيمه ايز موسمياتي مركز تر مخه د جمعې او خالي په ورځ د صوبې په زياتره سيمو كښې د موسم ګرم پاتي كېدو امكان دے ٬ خو باكهان ٬ ژوب٬ موسې خېل ٬ زيارت او خضدار ضلعو كښې د سيلۍ او جاكړ امكان ے۔ دغسې په چاغي ٬ نوكنډي واشك او پنجګور كښې د جاكړ سره د ورځې د تودخې درجه زياتېدو امكان …
د بلوچستان په زياتره سيمو كښې موسم د ګرم پاتي كېدو امكان دے٬ د بلوچستان سيمه ايز د موسميات مركز
كوئټه۔ 25 جولائي(اےپي پي) د بلوچستان د سيمه ايز موسمياتي مركز تر مخه د جمعې او خالي په ورځ د صوبې په زياتره سيمو كښې د موسم ګرم پاتي كېدو امكان دے ٬ خو باكهان ٬ ژوب٬ موسې خېل ٬ زيارت او خضدار ضلعو كښې د سيلۍ او جاكړ امكان ے۔ دغسې په چاغي ٬ نوكنډي واشك او پنجګور كښې د جاكړ سره د ورځې د تودخې درجه زياتېدو امكان دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال باكهان كښې 0۔17 ملي ميټر٬ خضدار كښې 7۔5 ملي ميټر ٬ لورالائي كښې 2۔3 ملي ميټر او سبي كښې 5۔1 ملي ميټر باران رېكارډ كړے شوے٬ تر ټولو زياته د حرارت درجه دالبدين كښې 44 سېنټي ګرېډ رېكارډ كړې شوه۔











