پېښور 25 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا واكمنو د هېواد او قام خدمات له په ځانګړې كاركردګۍ 22 شخصيات د سول اعزازونو لپاره غوړه كړل ٬ د صوبائي حكومت چارواكو له مخئ دا اعزازونه به په څوارلسم اګست د آزادۍ دستورو په مهال وركولې شي٬ په دې كسانو كښې د تعليم، صحت، سماجي خدمات، كلتور او د پبلك سروس څانګو تعلق لرونكې ځانګړې شخصيات شامل دي۔ د نومولے شوو …
صوبائي واكمنو د هېواد او قام خدمات له په ځانګړې كاركردګۍ 22 شخصيات سول اعزازونو لپاره غوره كړل
پېښور 25 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا واكمنو د هېواد او قام خدمات له په ځانګړې كاركردګۍ 22 شخصيات د سول اعزازونو لپاره غوړه كړل ٬ د صوبائي حكومت چارواكو له مخئ دا اعزازونه به په څوارلسم اګست د آزادۍ دستورو په مهال وركولې شي٬ په دې كسانو كښې د تعليم، صحت، سماجي خدمات، كلتور او د پبلك سروس څانګو تعلق لرونكې ځانګړې شخصيات شامل دي۔ د نومولے شوو كسانو تفصيلات وفاقي حكومت ته لېږلې شوې دي او د حتمي منظورۍ نه وروستو به دوي ته اعزازونه وركولې شي او صوبائي واكمنو د پوليس فورس ھغه اهلكار هم قائداعظم پوليس ايوارډ او نورو اعزازونو لپاره غوړه كړي چا چې د وظيفې په مهال د بهادرۍ او جرات كارنامې ترسره كړې دي ٬ چې پكښې اتلان او غازيان شامل دي٬ صوبائي حکومت په دې لړ كښې يو خاص كمېټي جوړه كړې وه چا چې د ټولو نومونو جاج اخستو سره حتمي فهرست جوړ كړے ٬ د سول اعزازونو وركولو په دستوره كښې به صوبائي وزيران، بيوروکريټس او نور اعليٰ عهديدار ګډون كوي۔








