پېښور - 25 جولائی (اے پی پی) په بنو كښې تېره شپه په بسيه خېل پوليس سټيشن ترهګرو بريد وكړو٬ د پوليس زړه ورې ځوابي كارروايۍ سره بريد كوؤنكي وتښتيدل۔ د پوليس له مخې د شپې نزدې په 1:35 بجې په پوليس اسټېشن بسیه خېل ترهګرو بېلو اړخونو څخه سنائپرز او درنې وسلې څخه بريد وكړو۔ بريد ډېر سخت ؤ او دواړو اړخونو څخه د ډزو تبادله نزدې تر يو …
د بنو په بسيه خيل پوليس تهاڼه د ترهګرو بريد ٬ د پوليس زړه وره ځوابي كارروائي ٬ بريد كوؤنكي وتښتيدل
پېښور – 25 جولائی (اے پی پی) په بنو كښې تېره شپه په بسيه خېل پوليس سټيشن ترهګرو بريد وكړو٬ د پوليس زړه ورې ځوابي كارروايۍ سره بريد كوؤنكي وتښتيدل۔ د پوليس له مخې د شپې نزدې په 1:35 بجې په پوليس اسټېشن بسیه خېل ترهګرو بېلو اړخونو څخه سنائپرز او درنې وسلې څخه بريد وكړو۔ بريد ډېر سخت ؤ او دواړو اړخونو څخه د ډزو تبادله نزدې تر يو ساعت روانه وه۔ بياهم د بنو پوليس مېړنو او فرض شناس ځوانانو د غېر معمولي مړانې او پېشه ور مهارت څرګندونه كولو سره ځوابي كارروائي وكړه چې له امله يۍ ترهګر په تېښته كولو مجبور شول۔ په بريد كښې كوم ځاني زيان نه دے شوېے۔ ډي آئي جي بنو سجاد خان او ډسټرکټ پولیس آفیسر بنو سلیم عباس کلاچی د ځوانانو مړانه ستائېلو سره د بريد په تمبولو دوئي لپاره د تعريفي سندونو او نغدو انعامونو اعلان وكړو۔ د بنو پولیس دې كاميابې كارروايۍ يو وارې بيا دا ثابته كړه چې د بنو محافظ د هرې خطرې او مبارزې كولو صلاحيت لري او د امن دښمنه عناصرو په هر محاذ په مړانه مقابله كولو له هر وخت چمتو ولاړ دي








