لاهور۔24 جولائي (اے پي پي) د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت نمر 3 جج راشد جاوېد د 9 مئي پیښو په مهال شېرپاؤ پل باندې د اړي ګړي او اور لګولو په كېس كښې د 42 مخونو لرونكې تفصيلي پرېكړه جاري كړې ده ۔ عدالت د پخواني خارجه وزير شاه محمود قرېشي بشمول 6 تورن د شك په بنياد بري كړل ۔ دغسې ډاكټر ياسمين راشد ٬ ميا محمود الرشيد …
د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت د پي تي آئي لارښودې ياسمين راشد بشمول 9 ملزمانو ته د سزاګانو اورولو فېصله جاري كړه
لاهور۔24 جولائي (اے پي پي) د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت نمر 3 جج راشد جاوېد د 9 مئي پیښو په مهال شېرپاؤ پل باندې د اړي ګړي او اور لګولو په كېس كښې د 42 مخونو لرونكې تفصيلي پرېكړه جاري كړې ده ۔ عدالت د پخواني خارجه وزير شاه محمود قرېشي بشمول 6 تورن د شك په بنياد بري كړل ۔ دغسې ډاكټر ياسمين راشد ٬ ميا محمود الرشيد ٬ سېنېټرز اعجاز چوهدري ٬ عمر سرفراز چيمه بشمول 9 كسانو ته د دفعات تر مخ سزاګانې وارولې شوې ۔د لېكلې پرېكړې تر مخه پراسېكيوشن په تورنو شاه محمود قرېشي ٬ حمزه عظيم ٬ رانا تنورير ٬ اعزاز رفيق٬ افتخار او ضياس خان په ضد تورونو ثابتولو كښې ناكامه راغلو او دغسې عدالت دا ټول بري كړل ۔عدالت ښكار فېصله كښې وئېلې دي كه په بري شوو كوم بل كېس نه وي نو دوي سمدستي خوشي كړئ ۔د پرېكړې تر مخه دفعه 120۔بي تر مخه 10 كاله زندان د مشقت سره او د دفعه 148 تر مخه 3 كاله زندان ٬ د دفعه 440 تر مخه 3 كاله زندان او 50 زره روپۍ جرمانه عائد ګكړې شوې ده۔ عدالت وئېلي دي سزاګانې به سره سره روانې وي او تورونو ته دې د وړاندې نه د تېر كړي بند ګټه وركړې شي ۔








