د پنجاب پخوانے ګورنر ميا محمد اظهر ځايې اديره كښې خاورو ته وسپارلے شو٬د جنازې په مونځ كښې د اسمبلۍ غړو او سياسي او سماجي شخصيات ګډون وكړو

لاهور 23 جولائي (اے پي پي )د پنجاب پخواے ګورنر ميا محمد اظهر ځايې اديره كښې خاورو ته وسپارلے شو ٬د ارواښاد جنازه د شورو په ورځ قذافي سټيډيم نه بهر ادا كړې شو ه ۔شيخ الحديث جامعه اشرفيه پروفيسر مولانا محمد يوسف خان د ارواښاد د جنازې مونځ امامتي وكړه ۔ د جنازې په مونځ كښې صوبائي وزير فيصل ايوب كهوكهر٬د پنجاب وزيراعلٰی صلاحكار حافظ ميا محمد نعمان٬ د …

لاهور 23 جولائي (اے پي پي )د پنجاب پخواے ګورنر ميا محمد اظهر ځايې اديره كښې خاورو ته وسپارلے شو ٬د ارواښاد جنازه د شورو په ورځ قذافي سټيډيم نه بهر ادا كړې شو ه ۔شيخ الحديث جامعه اشرفيه پروفيسر مولانا محمد يوسف خان د ارواښاد د جنازې مونځ امامتي وكړه ۔ د جنازې په مونځ كښې صوبائي وزير فيصل ايوب كهوكهر٬د پنجاب وزيراعلٰی صلاحكار حافظ ميا محمد نعمان٬ د صوبائي اسمبلۍ غړو مياں هارون اكبر٬ميجر(ر)غلام سرور٬خواجه احمد حسان٬پخواني خارجه وزير خورشيد محمود قصوري٬د لاهور پي ټي آئي پخواني صدر چوهدري اصغر ګجر٬ميا محمد اكرم عثمان٬فواد چوهدري٬جمشيد اقبال چيمه٬بريګيډيئر(ر)مشتاق احمد٬ابوذر سلمان نيازي٬د پي پي پي لارښود شوكت بسرا٬فردوس شميم نقوي٬انجم نثار او نورو سياسي او سماجي شخصيات پشمول ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔د يادونې وړ ده د پنجاب پخوانے ګورنر او د قامي اسمبلۍ غړے ميا محمد اظهر د نهې په ورځ لاهور كښې په حق رسېدلے ؤ ۔هغه د ډېرې مودې نه ناروغه ؤ ۔دغسې په دې موقع سياسي او سماجي شخصيات د ارواښاد زوي حماد اظهر سره د هغه د پلار په مړينه د غمرازۍ څرګندونه او دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں