ګلګت۔22جولائی (اے پی پی) په ګلګت بلتستان كښې د اوسنو طوفاني بارانونو څخه وروستو په بابو سر ستره لاره سخت سېلابي صورتحال په لويه كچه تباهي خپره كړې ده۔ د ګلګت بلتستان وياند فيض اے فراق له مخې د سېلاب د لاسه د انجونو يو سكول ٬ دوه هوټلونه ٬ يوه ژرندې ٬ د غنمو ډپو ٬ پوليس چوكۍ او ټورسټ پوليس شېلټر ويجاړ شوي دي۔ سېلابي چپو د بابو …
د بابو سر په ستره لاره د طوفاني بارانونو تباهي ٬ په ځپلو سيمو كښې د پوځ په مرسته ريليف او سرچ آپريشن روان دے ٬ 50 سيلګري چلاس ته منتقل كړے شول

مزید خبریں
ګلګت۔22جولائی (اے پی پی) په ګلګت بلتستان كښې د اوسنو طوفاني بارانونو څخه وروستو په بابو سر ستره لاره سخت سېلابي صورتحال په لويه كچه تباهي خپره كړې ده۔ د ګلګت بلتستان وياند فيض اے فراق له مخې د سېلاب د لاسه د انجونو يو سكول ٬ دوه هوټلونه ٬ يوه ژرندې ٬ د غنمو ډپو ٬ پوليس چوكۍ او ټورسټ پوليس شېلټر ويجاړ شوي دي۔ سېلابي چپو د بابو سر سترې لارې سره پېوست سيمو كښې 50 څخه زياتو كورونو ته زيان رسولے دے او 8 كلوميټره سړك زيات ځپلے شوے او په 15 ځايونو سړك بلاك شوے دے۔ دغسې 4 رابطه پلونه هم تباه شوي دي او په زرګونو فټه د ودانۍ لرګي د سېلاب اوبو وړي دي۔ د وياند له مخې د سېلاب د لاسه د بې دركه شوو كسانو د لټون عمليات په تندۍ سره روان دي او ځپليو سيمو ته اضافي هېوي مشينري روانه كړې شوې ۔ د ګېرو شوو سېلګرو محفوظ ځايونو ته د منتقل كولو عمل هم روان دے او تر دې دمه 50 څخه زيات سېلګري چلاس ښار ته منتقل كړے شوي دي۔ د پاك پوځ په مرسته د چورلكې د لارې د مرستې كارروايۍ پېل شوي دي۔ د چورلكو د لارې ځپليو سيمو ته د خوراك پاكټونو رسولو عمل هم روان دے۔ د ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ حاجي ګلبر خان ټولو اړوندو ادارو ته هدايت كړے چې ریلیف آپرېشن دې لا فعاله او تند كړے شي۔ د حکومت لخوا اولس ته اپيل شوے چې هغوي بې بنسټه خبرونو پسې نه ځي او مستند معلومات لپاره دې يوازې په سركاري ذريعو باور وكړي۔







