د چشمه ليفټ كينال تعميراتي كار به څو مياشتو كښې پيل شي: د خيبر پښتونخوا ګورنر

پېښور ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ډېره اسماعيل خان خبريال احمد علي راجپوت په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ ګورنر هاؤس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په ډېره اسماعيل خان كښې په پرمختيائي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر ووئيل د ډېره اسماعيل خان د اولس د مسئلو حل تل زما په ترجيحاتو …

پېښور ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ډېره اسماعيل خان خبريال احمد علي راجپوت په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ ګورنر هاؤس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په ډېره اسماعيل خان كښې په پرمختيائي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر ووئيل د ډېره اسماعيل خان د اولس د مسئلو حل تل زما په ترجيحاتو كښې شامل پاتے دے۔ ده ووئيل چشمه لېفټ كېنال د ډېره اسماعيل خان د اولس پخوانۍ غوښتنه ده د كومې ګټې به چې خېبر پښتونخوا صوبې سره سره ګرد هېواد ته ورسي۔ د دې د تعميراتي كار پرانسته به څو مياشتې پس كولې شي۔ ده ووئيل د ډېرہ اسماعیل خان ډېرہ غازی خان روډ څلور رويه كولو په اړه پېشرفت روان دے او دې منصوبې سره به د پروا تحصيل او اړوندو سيمو اولس ته د تللو راتللو آسانۍ ترلاسه شي چې ورسره به په سيمه كښې كاروباري هلې ځلې وده اومومي

مزید خبریں