ګورنر فيصل كريم كنډي سره د تنظيم الاخوان پلاوي د عمومي سيك په مشرۍ كښې ملاقات

پېښور ۔ 21 جولائي (اے پي پي) د تنظیم الاخوان خېبر پښتونخوا پلاوي د تنظيم عمومي سېكرټري خان بشير په مشرۍ كښې ګورنر فېصل كريم كنډي سره په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې په روانه سماجي او معاشي وضعه ٬ د اولس خېر ښیګړې په منصوبو او مذهبي همغږۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په …

پېښور ۔ 21 جولائي (اے پي پي) د تنظیم الاخوان خېبر پښتونخوا پلاوي د تنظيم عمومي سېكرټري خان بشير په مشرۍ كښې ګورنر فېصل كريم كنډي سره په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې په روانه سماجي او معاشي وضعه ٬ د اولس خېر ښیګړې په منصوبو او مذهبي همغږۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال د تنظيم الاخوان د مؤسس مولانا اكرم اعوان ديني او روحاني خذمات او په خاص توګه په هېواد كښی امن او ورورولۍ ته ودې وركولو له د هغه د هڅو په خاص توګه ذكر وكړے شو۔ ګورنر د مولانا اكرم اعوان علمي او روحاني خذمات ته پېرزوئنې ډالۍ كولو سره ووئيل د هغوي په څير بزرګانو علماﺀ كرامو تعليمات په ټولنه كښی اخوت ٬زغم او مينې ته وده وركولو له د لارې مشالونه دي۔ ګورنر ووئيل په صوبه كښې امن او استحكام او اولسي خوشحالۍ ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پام لرنه كوي او دې مقصد لپاره د سماجي او مذهبي تنظيمونو كردار ډېر مهم دے۔ پلاوي ګورنر ته د صوبې په بېلو ضلعو كښې د اولسي خېر ښېګړې منصوبو او سماجي خذمات په اړه وړاندېزونه وركړل د كومو چې ګورنر ستائنه كولو سره په دې د غور كولو باور وركړو

مزید خبریں