خواري كښ او نوې آئيډياز لرونكې ځوانان زمونږ د صوبې اثاثه دي: د خيبر پښتونخوا ګورنر

پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي خواري كښ او نويې آئيډياز لرونكي ځوانان زمونږ د صوبې اثاثه دي٬ د ټولنې ټولو څانګو له به د دوئي قدر كول وي۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواكو لخوا د جاري شوي تفصيلات له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر پښتونخوا موټر اېسوسي اېشن صدر بابر خان يوسفزئي لخوا په ډي اېچ …

پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي خواري كښ او نويې آئيډياز لرونكي ځوانان زمونږ د صوبې اثاثه دي٬ د ټولنې ټولو څانګو له به د دوئي قدر كول وي۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواكو لخوا د جاري شوي تفصيلات له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر پښتونخوا موټر اېسوسي اېشن صدر بابر خان يوسفزئي لخوا په ډي اېچ اے پېښور كښې د لېنډ روور ډیفنډر 6×6 لانچنګ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل په موټر سپورټس كښې په انووېشن بابر خان یوسفزئی د مباركۍ مستحق دے۔ د خېبرپښتونخوا سافټ امېج لوبو او مثبت تفريحي فعاليتونو ته ودې وركولو سره تړلے دے۔ زمونږ په ملي كركټ لوبډله كښې نيم لوبغاړي زمونږ د صوبې څخه تعلق لري خو دلته فرسټ كلاس كركټ مېچ په تېرو 13 كلونو كښې نه دې شوے۔ ده ووئېل زمونږ صوبه د نړيوالو غوښتنو سره سم يو د لوبو مېدان نه لري۔ ده ووئيل په ګورنر هاؤس پېښور كښې د جولائي په 26 مه نېټه د اولني ګورنر خېبرپښتونخوا سپورټس ايوارډ اهتمام كولې شي او دغې څخه وروستو به مونږ د اډاپټ پلېئر كمپائن لانچ كړؤ۔ په دې موقع بابر خان يوسفزئي په خپل خطاب كښې ووئيل د ګورنر اولس دوسته او صوبه دوست شخصيت د قدر وړ دے۔ ده ووئيل د لوبغاړو په ډاډګيرنه او هڅو د ګورنر مننه كوو۔

مزید خبریں