پېښور21جولائی(اے پی پی)خېبرپښتونخوا څخه د سينيټ په 11 چوكو پولنګ روان دے۔د الېكشن كمېشن خېبرپښتونخوا له مخې پولنګ سهار 11 بجې پېل شو او مازيګر تر 4 بجو به روان وي۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ جرګه هال الېكشن روم ګرځولے شوے ۔سينيټ ټاكنو لپاره د سكيورټي سخت انتظامات شوي۔خېبرپښتونخوا كښې د سينيټ ټاكنو په مهال د هارس ټريډنګ مخ نيوي لپاره حكومت او اپوزېشن 6-5 سيټونو په فارموله اتفاق كړے۔د دې ترتيب …
خېبرپښتونخوا كښې سينيټ ټاكنو لپاره پولنګ روان دے

مزید خبریں
پېښور21جولائی(اے پی پی)خېبرپښتونخوا څخه د سينيټ په 11 چوكو پولنګ روان دے۔د الېكشن كمېشن خېبرپښتونخوا له مخې پولنګ سهار 11 بجې پېل شو او مازيګر تر 4 بجو به روان وي۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ جرګه هال الېكشن روم ګرځولے شوے ۔سينيټ ټاكنو لپاره د سكيورټي سخت انتظامات شوي۔خېبرپښتونخوا كښې د سينيټ ټاكنو په مهال د هارس ټريډنګ مخ نيوي لپاره حكومت او اپوزېشن 6-5 سيټونو په فارموله اتفاق كړے۔د دې ترتيب له مخې به حكومت ته 6 او 5 سيټونه ترلاسه شي۔خېبرپښتونخوا كښې د پي ټي آئي په پنځو كښې څلور منحرف كانديدان سينيټ الېكشن څخه لاس په سر شوي۔په جنرل چوكو د حكومت څلور او اپوزېشن درې كانديدان په مقابله كښې دي۔د ميرمنو او ټيكنو كريټ چوكو لپاره د حكومت او اپوزېشن دواړو دوه كانديدان اودرولې دي۔پي ټي آئي مراد سعيد٬فصيل جاويد٬مرزا آفريدي او نور الحق قادري جنرل چوكو لپاره اودرولي دي او روبينه ناز او اعظم سواتي هم د ګوند په كانديدانو كښې شامل دي۔د اپوزېشن لخوا د جنرل چوكو كانديدانو كښې د مسلم ليګ(ن) نياز احمد٬ د پيپلز پارټۍ طلحه محمود او د جے يو آئي عطا الحق شامل دي۔دغسې روبينه خالد د (پي پي پي) او دلاور خان د (جے يو آئي)په ټاكنو كښې بخه اخلي۔خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د حكومت ملاتړ كوونكي 92 او د اپوزېشن 53 غړي موجود دي۔جنرل چوكۍ ګټلو لپاره ټول 19 ووټونو ته ضرورت دېے او د ميرمنو او ټيكنو كريټ چوكو لپاره 49 ووټونه ضروري دي ۔اپوزېشن ته د دريمې جنرل چوكۍ ګټلو لپاره 4 نور ووټنه پكار دي۔









