کوئټه ۔ 21 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان په كلي واله سيمه كښې د يوې مېرمن او نارينه د وژنې ویډیو رامخې ته كېدو کیس كښې لوي پیش رفت شوے دے ۔ وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي د سماجې رابطې په سائټ ایکس خپل پیغام كښې وئېلې دي تر اوسه کیس كښې 11 تورن ګرفتار کړے شوي او آپریشن په بيړه روان دے۔ ټول تورن به د انصاف سره …
بلوچستان كښې د يوې مېرمن او يو نارينه د وژلو کیس كښې مهم پیش رفت، 11 تورن ونيولے شول

مزید خبریں
کوئټه ۔ 21 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان په كلي واله سيمه كښې د يوې مېرمن او نارينه د وژنې ویډیو رامخې ته كېدو کیس كښې لوي پیش رفت شوے دے ۔ وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي د سماجې رابطې په سائټ ایکس خپل پیغام كښې وئېلې دي تر اوسه کیس كښې 11 تورن ګرفتار کړے شوي او آپریشن په بيړه روان دے۔ ټول تورن به د انصاف سره مخ كولې شي او چا سره به هيڅ رعایت نه كېږي۔ د هغه وېنا وه ریاست د هر مظلوم سره ولاړ دے او په يو صورت به ظلم برداشت نه كړے شي ۔ واضحه دې وي د اختر نه وړاندې د شوې پیښې يوه دړدېدونكې پیښې رامخې ته كېدو نه وروستو وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي سمدستي نوټس اغستو سره پولیس ته د سختې کارروائۍ امر كړے ؤ۔وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت به د انصاف په وركړه کښې كومه بې غوري ونه زغمي ۔










