اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) د اېس پي آر د سمر انټرن شپ 2025 زده کوونکو د شهیدانو د یادګار دوره وكړه او په یادګار ئې ګلونه څادر خپور كړو په دې مهال دوي دعا هم وکړه۔په دې موقع زده کوونکو په لمدو سترګو د درناوي چراغونه بل شول او د هېواد قربانیانو ته یې په زړه پورې پيرزوئنې وړاندې کولو سره ووئيل چې زمونږ شهیدان زمونږ فخر …
د اېس پي آر د سمر انټرن شپ 2025 زده کوونکو د شهیدانو د یادګار دوره وكړه ٬ په ياد ګ:ار ئې د ګلونو څادر خپور كړو

مزید خبریں
اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) د اېس پي آر د سمر انټرن شپ 2025 زده کوونکو د شهیدانو د یادګار دوره وكړه او په یادګار ئې ګلونه څادر خپور كړو په دې مهال دوي دعا هم وکړه۔په دې موقع زده کوونکو په لمدو سترګو د درناوي چراغونه بل شول او د هېواد قربانیانو ته یې په زړه پورې پيرزوئنې وړاندې کولو سره ووئيل چې زمونږ شهیدان زمونږ فخر دې او مونږ هېڅکله خپل شهیدان نه شو هېرولې ۔ د كال 2025 سمر انټرنشپ زده کوونکو ووئیل چې د شهیدانو یادګار یوازې د سنګ مرمرو او كاڼو څخه نه دی جوړ شوی، بلکې د خپلو شهیدانو له وینې څخه جوړ شوی دی۔هغوی د پوځ موزیم او د انستیتیوت آف ملټري هسټري دوره هم وكړه ٬په موزیم کښې د نایابو او تاریخي وسلو او آلاتو په لیدلو زده کوونکي خوښي څرګنده كړه ۔هغوی ووئیل چې پاك پوځ د ولس څخه دی او ولس د پاک پوځ څخه دی۔










