د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د بکا خېلو په تاڼې د فتنۃ الهندوستان د ترهګرو برید په ناکامولو پولیسو ته پيرزوئنې وړاندې کړي

اسلام آباد، 20 جولائی (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د بکا خېلو په تاڼې د فتنۃ الهندوستان د ترهګرو برید په ناکامولو پولیس ته پيرزوئنې وړاندې کولو سره د خیبر پښتونخوا پولیسو پېشه وره صلاحيتونه ستائلي دي۔د کورنیو چارو وزارت لخوا جاري شوې اعلامیې له مخې محسن نقوي ووئیل چې د خیبر پښتونخوا پولیس په مړانه د هند د سپانسرډ ترهګرو سره مقابله وکړه او …

اسلام آباد، 20 جولائی (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د بکا خېلو په تاڼې د فتنۃ الهندوستان د ترهګرو برید په ناکامولو پولیس ته پيرزوئنې وړاندې کولو سره د خیبر پښتونخوا پولیسو پېشه وره صلاحيتونه ستائلي دي۔د کورنیو چارو وزارت لخوا جاري شوې اعلامیې له مخې محسن نقوي ووئیل چې د خیبر پښتونخوا پولیس په مړانه د هند د سپانسرډ ترهګرو سره مقابله وکړه او برید یې شنډ کړو۔ ده ووئيل چې پولیس د هند په سرپرستۍ كښې کار کوونکو ترهګرو برید ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړې او ناپاک عزائم ئې ناكامه كړي۔وفاقي وزیر محسن نقوي ووئیل چې د خیبر پښتونخوا پولیس زړورو اتلانو پخوا هم د فتنۃ الهندوستان د ترهګرو بریدونه شنډ کړي دي۔ وفاقي وزیر د فتنۃ الهندوستان د ترهګرو عزائم په ناكامه كولو د پولیس ټولې ډلې ته مبارکي ورکولو سره ووئيل چې مونږ د خیبر پښتونخوا پولیسو زړورو اتلانو ویاړ لرو۔

مزید خبریں