پينډۍ 19 جولائي (اے پي پي) د پاكستان هوائي ځواك (پي اې اېف) یو ځل بیا په نړیواله كچه د فخر روايت په ځائې ساتلو سره د برتانیې نړیوال شهرت لرونكي رائل انټرنېشنل ائير ټيټو۔2025 په مهال د نړۍ د وړومبي صف هوائي ځواكونو په مقابله كښې دوه ټرافۍ ترلاسه كولو سره غير معمولي كارنامه ترسره كړي۔د آئي اېس پي ير له مخې رائل انټرنیشنل ائیر ټيټو-2025 كښې ائیر چیفس …
د پاكستان هوائي ځواك د برتانیې نړیوال شهرت لرونكي رائل انټرنېشنل ائير ټيټو۔2025 په مهال د نړۍ د وړومبي صف هوائي ځواكونو په مقابله كښې دوه ټرافۍ ترلاسه كولو سره غير معمولي كارنامه ترسره كړي۔ آی اېس پي آر

مزید خبریں
پينډۍ 19 جولائي (اے پي پي) د پاكستان هوائي ځواك (پي اې اېف) یو ځل بیا په نړیواله كچه د فخر روايت په ځائې ساتلو سره د برتانیې نړیوال شهرت لرونكي رائل انټرنېشنل ائير ټيټو۔2025 په مهال د نړۍ د وړومبي صف هوائي ځواكونو په مقابله كښې دوه ټرافۍ ترلاسه كولو سره غير معمولي كارنامه ترسره كړي۔د آئي اېس پي ير له مخې رائل انټرنیشنل ائیر ټيټو-2025 كښې ائیر چیفس كنفرنس په مهال د پاك فضائیه پیشه وره پوهه او د الوتكو ښه پینټ سكیمونو ته په نړيواله كچه ځانګړي ډاډګيرنه ترلاسه شوي۔زياتره نړيوالو مشرانو د پاك فضائیه ډلو نظم و ضبط اعلیٰ معیار، د هغوي آپریشنل تیارو او په دې نړيوال فورم د پاكستان ښه نمائندګی وستائله۔په دې ښه كامیابۍ د پاك فضائیه مشر ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د پاك فضائیه ډلي له مباركي وركولو سره ووئيل قومي بيرغ هسك ساتل عمر له د پاك فضائیه نصب العین دې۔ دا وقار لرونكې ایوارډز زمونږ د پېشه وره صلاحیتونو، تكنیكی پوهي او لپاره زمونږ د هلو ځلو څرګندونه ده۔ده د پاكستان حقیقی او تخلیقی صلاحیتونو په رامخې ته كولو د ټولي ډلي ستائنه وكړه۔پاك فضائیه جدید جے ایف-17 تھنډر بلاك تھری جنګي الوتكو دې وقار لرونكي ایئر شو كښې په وړمبي ځل د خپلو صلاحیتونو مظاهره كولو سره “اسپرټ آف دی میټ” ټرافی په خپل نوم كړي كومه چې د ستائني وړ خبره ه۔ دا ټرافی هغه الوتكو له وركړې كيږي كوم چې رائل انټر نېشنل ایئر ټیټو روایات، د هغې روح او جوش و جذبه په ښه ډول وړاندې كوي۔ دا ایوارډ د پاكستان جے ایف-17 پروګرام تكنیكی پوهه او آپریشنل صلاحیتونه ښكاره كوي دغسې په نړيواله كچه د پاكستان زيات شوې ایرو اسپیس صلاحیتونو څرګندونه ده۔د پاك فضائیه سی-130 سږ كال “آئیز ان دی سكائیز” تھیم عكاسی كړې،كوم چې يو ښه او تخلیقی انداز سره جوړولو سره خصوصی لایوری سره ښكلې كړې شوې ؤ۔ سی-130 الوتكي ښه مینټیننس او ښكلا وړاندې سره هوائی الوتكي “كنكورز ډی ایلیګینس” ټرافی ترلاسه كړي۔پاك فضائیه رائل انټر نیشنل ایئر ټیټو 2025 كښې كامیابیو يو تاریخ لري۔ پاك فضائیه دې څخه وړانې 2006، 2016 او 2018 كښې ګڼ اعزازات ترلاسه كړي ار هوا بازۍ كښې مسلسل د ښه كاركردګۍ مظاهره كولو سره د نړيوال معیار فضائیه په توګه خپل ساكھ ښه كړې۔ رائل انټر نیشنل ایئر ټیټو 2025 كښې د پاك فضائیه ښه كاركردګی نه يواځې د نړۍ د وړومبي صف فضائی پوځ كښې حیثیت لا مستحكم كوي بلكه د ټولو پاكستانيانو لپاره د فخر وړ خبره ده۔










