پېښور 19 جولائي (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقي وزیر انجنیر امیر مقام ووئیل چې پاکستان به د کشمیري ولس تر هغه وخته اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي تر څو چې هغوي ته د خپلواكۍ خپل حق نه وي ترلاسه شوي۔د پاکستان سره د الحاق ورځ په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام کښې انجنیر امیر مقام د کشمیريانو د خپلواكۍ حق جائز هلو ځلو …
پاکستان به د کشميريانو د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د هغوي اخلاقي ٬ سياسي ملاتړ روان ساتي۔ وفاقي وزیر انجنیر امیر مقام

مزید خبریں
پېښور 19 جولائي (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقي وزیر انجنیر امیر مقام ووئیل چې پاکستان به د کشمیري ولس تر هغه وخته اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي تر څو چې هغوي ته د خپلواكۍ خپل حق نه وي ترلاسه شوي۔د پاکستان سره د الحاق ورځ په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام کښې انجنیر امیر مقام د کشمیريانو د خپلواكۍ حق جائز هلو ځلو او پاکستان سره د الحاق تاریخی پريكړي بشپپړه حمایت پخلے وكړو۔ده د دې ورځ په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل 19 جولائی 1947 ورځ د ریاست جموں و کشمیر تاریخ كښې د پريكړې وړ ورځ وه كله چې د يو متفقه قرارداد د لارې د پاکستان سره د الحاق پريكړه شوي وه كومه چې په مذهبی، ثقافتی او جغرافیائی تړون اډانه وه۔ده ووئيل پاکستان د هند سره درې جنګونه كړي باوجود د دې عمر له د جموں و کشمیر په شخړه امناكه حل لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې خپل اصولی مؤقف ئې په ځائې ساتلے۔ انجینئر امیر مقام په جموں و کشمیر د لسيزو راهسي راروان د هند پوځي قبضے سخته غندنه وكړه او هغه ئې د کشمیریانو د بنیادی حقونو ښكاره خلاف ورزی وګرځوله۔ده دد ې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به کشمیریانو د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د هغوي اخلاقی، سیاسی او سفارتی حمایت کوي۔ده ووئيل د دې تاریخی ورځ په موقع مونږ د کشمیریانو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔










