د كال 1947 د جولائی په 19مه نيټه پاکستان سره د کشميريانو د تړون تاریخي څرګندونه ده، د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل چې د كال 1947 د جولائی 19مه نيټه د پاکستان سره د کشميريانو د تړون تاریخي څرګندونه ده۔ د پاکستان سره د الحاق پرېکړه قرارداد د کشميري ولس د اجتماعي ارادې څرګندونه کوي۔د کشمیري ولس د پاکستان سره د الحاق ورځ په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام كښې د قومي اسمبلۍ سپیکر د کشمیري ولس …

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل چې د كال 1947 د جولائی 19مه نيټه د پاکستان سره د کشميريانو د تړون تاریخي څرګندونه ده۔ د پاکستان سره د الحاق پرېکړه قرارداد د کشميري ولس د اجتماعي ارادې څرګندونه کوي۔د کشمیري ولس د پاکستان سره د الحاق ورځ په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام كښې د قومي اسمبلۍ سپیکر د کشمیري ولس د آزادۍ هلة ځلو نه هیریدونکو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل چې د هند ظلم او زیاتی د کشمیريانو د آزادۍ جذبه نشي كمزوري كولې او د کشمیريانو دریم نسل هم د خپل خپلواكۍ حق لپاره کلك لوظي دے۔سردار ایاز صادق ووئيل چې کشمیر د پاکستان شه رګ دی او پاکستان به د کشمیريانو سیاسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ده د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وكړه چې د کشمیر د مسئلې د سوله ایز حل لپاره كردار ترسره كړي۔ ده زیاته کړه چې د پاکستان ولس د کشمیري ولس د آزادۍ په هلو ځلو ه كښې اوږه په اوږه ولاړ دی۔ده ززئيل چې د پاکستان سره د الحاق ورځ لمانځل د کشمیريانو سره د عزم د تازه کولو ورځ ده۔

مزید خبریں