پیښور 18جولائی(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د حبيب بانك ليمټډ(ايچ بي ايل) صدر او چيف ايګزيكټو آفيسر محمد ناصر سليم د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د هغه سره د ايريا منيجر پېښور ارباب سرفراز٬ هیډ ریټیل بینکنګ سید عالیشان زیدي او نور چارواكي هم موجود وو۔په ملاقات كښې په صوبه …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د حبيب بانك ليمټډ صدر او چيف ايګزيكټو آفيسر محمد ناصر سليم ملاقات

مزید خبریں
پیښور 18جولائی(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د حبيب بانك ليمټډ(ايچ بي ايل) صدر او چيف ايګزيكټو آفيسر محمد ناصر سليم د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د هغه سره د ايريا منيجر پېښور ارباب سرفراز٬ هیډ ریټیل بینکنګ سید عالیشان زیدي او نور چارواكي هم موجود وو۔په ملاقات كښې په صوبه كښې د اقتصادي هلو ځلو په وده ٬كاروباري ماحول ښه كولو او حبيب بنك لخوا د برانچ نيټ ورك پراختيا په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ محمد ناصر سليم ګورنر فيصل كريم كنډي د حبيب بانك بېلو پروژو او خذمات په اړه هم خبر كړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر په دې موقع ووئيل د بينكارۍ څانګه په صوبه كښې د ماليات آسانۍ وركولو٬ځوانانو ته د روزګار وركولو او كاروباري هلو ځلو ته ودې وركولو كښې كليدي كردار ادا كولې شي۔ده د بانك خذمات وستائېل او هيله يې څرګند كړه چې حبيب انك به سباؤن كښې هم د صوبې پرمختګ كښې بشپړ كردار ادا كوي









