د حضرت بها الدين زكريا ملتاني 786 م عرس به په 31 جولائي شروع كېږي

ملتان ۔ 16 جولائي (اے پي پي) د حضرت بها الدين زكريا ملتاني 786 م عرس به د روانې مياشتې په 31 نېټه پېل كېږي ۔ د عرس دستورو په لړ كښې د انتظامات او امنيت لپاره د ډپټي كمشنر وسيم حامد سندهو او سي پي او صادق علي ډوګر په مشرۍ كښې د شورو په ورځ نن د ضلعې محكمو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پوليس ٬ اوقاف …

ملتان ۔ 16 جولائي (اے پي پي) د حضرت بها الدين زكريا ملتاني 786 م عرس به د روانې مياشتې په 31 نېټه پېل كېږي ۔ د عرس دستورو په لړ كښې د انتظامات او امنيت لپاره د ډپټي كمشنر وسيم حامد سندهو او سي پي او صادق علي ډوګر په مشرۍ كښې د شورو په ورځ نن د ضلعې محكمو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پوليس ٬ اوقاف كارپورېشن ٬ ريسكيو 1122 پشمول د ټولو محكمو لوړ پوړو ګډون وكړو۔ ډبټي كشمنر وسيم حامد سندهو په دې مهال ووئېل د عرس مبارك په مهال به د مېلمنو په زړه پورې مېلمستيا كولې شي ٬ د صفائي او امنيت غوره انتظامات ته اول پام لرنه كوو۔ ده سپارښتنه وكړه د زائرين غوره استوګنې او خوراك څښاك او نور انتظامات لپاره دې موثر پلان جوړ كړے شي ٬ دغسې د كوم هم صورتحال سمدستي رسپانس لپاره به پوليس فورس مكمل چمتو ولاړ وي۔

مزید خبریں