پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا پوليس آئي جي ذوالفقار حمید وئيلي دي د خیبر پښتونخوا پولیس له څو لسيزو راهېسې د ترهګرۍ په ضد جنګ په ځانګړې مړانه كړے او پوليس ځوانانو زياته خواري كول او ايمانداري خپل شعار جوړولو سره دا جنګ منطقي انجام ته رسولے دے۔ ده دا خبره په ملك سعد شهيد پوليس لائنز كښې د پوليس دربار په موقع د استقاليې …
د خیبر پښتونخوا پولیس د ترهګرۍ په ضد جنګ په مړانه كوي: د خيبر پښتونخوا آئي جي

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا پوليس آئي جي ذوالفقار حمید وئيلي دي د خیبر پښتونخوا پولیس له څو لسيزو راهېسې د ترهګرۍ په ضد جنګ په ځانګړې مړانه كړے او پوليس ځوانانو زياته خواري كول او ايمانداري خپل شعار جوړولو سره دا جنګ منطقي انجام ته رسولے دے۔ ده دا خبره په ملك سعد شهيد پوليس لائنز كښې د پوليس دربار په موقع د استقاليې خطبه وړاندې كولو په مهال وكړه۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علی امین خان ګنډا پور په دې موقع خاص مېلمه ؤ۔ اېډیشنل آئی جی پیز، ډی آئی جیز، اے آئی جیز، اېس اېس پیز او د رېنك نور اعلی پوليس چارواكو هم دربار كښې ګډون وكړو۔ پولیس مشر ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د خپلو رواياتو ٬ تاريخ او قربانيو له امله نه يوازې په هېواد بلكې په ګرده منطقه كښې يو ځانګړے حېثيت لري۔ آئي جي پي ووئيل د ترهګرۍ په ضد د خېبر پښتونخوا پوليس له دوو لسيزو راهېسې جنګ كوي۔ ده ووئيل د صوبائي حكومت په خصوصي هڅو د پوليس تنخواګانې زياتېدو سره د نورو صوبو د پوليس تنخاګانو برابر كړې شوي۔ سږ كال بجټ كښې په زړه پورې اضافه وكړې شوه۔ ده ووئيل د پوليس د كار استعداد زياتولو له نوې وسله ٬ بلټ پروف ګاډي او نور سامان اغستلے شوے دے










