پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټي د سنټرل اېګزېكټو كمېټۍ غړي سيد اخونزاده چټان ٬ د باجوړ ضلعي صدر شېر بهادر او د پيپلز پارټآ نورو لارښودو ملاقاتونه كړي دي ۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل د اپوزیشن ګوندونو د يو موټې كېدو …
د خيبر پښتونخوا ګورنر سره د سيد اخونزاده چټان او پيپلز پارټي نورو لارښودو ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټي د سنټرل اېګزېكټو كمېټۍ غړي سيد اخونزاده چټان ٬ د باجوړ ضلعي صدر شېر بهادر او د پيپلز پارټآ نورو لارښودو ملاقاتونه كړي دي ۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل د اپوزیشن ګوندونو د يو موټې كېدو خبرو صوبائي حكومت پرېشانه كړے دے٬ ده ووئيل د امن او امان صورتحال زيات ناوړه دے٬ صوبائي حكومت صوبه ترهګرو ته پرېښودې ده۔ ده ووئيل د صوبائي حكومت په ضد د پيپلز پارټي دريځ اوس ټوله صوبه تسليموي۔ په ملاقات كښې د ګوند په تنظيمي چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فېصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټي د كوز دير لارښود او پخواني صوبائي وزير نوابزاده محمود زېب خان او د هغه زوي نوابزاده ډاكټر عباس زېب خان هم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې ګورنر په تنظيمي او سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د سېنېټ اوسنيو ټاكنو په اړه د اپوزيشن ګوندونو په اتحاد او د اسمبلۍ غړو سره په روانو رابطو هم غور وكړے شو۔ ګورنر سره د پاكستان پيپلز پارټي د دامان سيمې لارښود ملك آصف بلال پوټه اېډووكېټ هم ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د ډي آئي خان او په خاص توګه د دامان سيمې اولس ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر ووئيل چشمه لېفټ کېنال د صوبې د پرمختګ منصوبه ده كومه چې د ډېره اسماعيل خان او په خاص توګه د دامان سيمې د اولس يوه پخوانۍ غوښتنه ده ٬ د دې به ډېر زر پرانسته وكړې شي۔ په ملاقات كښې نادرا ، د پاسپورټ څانګې او بې نظير انكم سپورټ پروګرام په اړوندو مسئلو او دې سره د پېوستو نورو آسانيو رسولو په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه










