پېښور۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاكستان نوموړي ډیجیټل میډیا سپېشلسټ او صدارتی ایوارډ ترلاسه كوؤنكي فهد ملک ملاقات وکړو۔ ګورنر هاوس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په ګرده صوبه كښې ځوانانو لپاره د 360 کمیونیکېشن اېجنسی په مرسته د وېړيا ډیجیټل کورسونو په پېل كولو اتفاق وكړے شو۔ په دې موقعه د ډیجیټل روزګار …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ډیجیټل سپیشلسټ فهد ملک ملاقات

مزید خبریں
پېښور۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاكستان نوموړي ډیجیټل میډیا سپېشلسټ او صدارتی ایوارډ ترلاسه كوؤنكي فهد ملک ملاقات وکړو۔ ګورنر هاوس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په ګرده صوبه كښې ځوانانو لپاره د 360 کمیونیکېشن اېجنسی په مرسته د وېړيا ډیجیټل کورسونو په پېل كولو اتفاق وكړے شو۔ په دې موقعه د ډیجیټل روزګار موقعې پېدا كولو او د اولس مسئلې په كور پاتې كېدو سره حل كولو له د عصري ډیجیټل سسټم په معارفي كولو خبرې وشوې۔ ګورنر فېصل کریم کنډی د فهد ملك هڅې ستائلو سره ووئيل دې ډول اقداماتو سره به ځوانان عصري مهارتونه ترلاه كړې شي او په صوبه كښې به د روزګار نوې موقعې هم رامخې ته شي۔ فهد ملک د وېمن امپاورمنټ ، یوتھ انګېجمنټ جوالې سره د ګورنر د وژن ستائنه كولو سره دا تر اوږدې مودې اثر لرونكے او ګټورې نتيجې وركوؤنكے وګرځولو۔










