د خيبر پښتونخوا ګورنر په ډي آئي خان كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پيښه وغندله

پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د ډېره اسماعيل خان په كلاچي سيمه كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پېښه په سختو ټكو كښې غندلو سره په دغه پیښه كښې شهيد شوو پوليس اهلكارو ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوي بيانه له مخې ګورنر د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره شهيد شوو لپاره …

پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د ډېره اسماعيل خان په كلاچي سيمه كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پېښه په سختو ټكو كښې غندلو سره په دغه پیښه كښې شهيد شوو پوليس اهلكارو ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوي بيانه له مخې ګورنر د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره شهيد شوو لپاره د لوړو درجو او پسماندګانو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ګورنر ووئيل امن په ځاې كولو له د پوليس شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس بلها قربانۍ وركړې دي۔ ګورنر ووئيل مونږ د شهيدانو د غمجنيو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يوو۔

مزید خبریں