پېښور 15جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاك افغان جوائنټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر ضياﺀالحق سرحدي په مشرۍ كښې پلاوي د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔په دې موقع د صوبې انډسټري او پاك افغان تجارتي اړيكو په اړه په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوي ګورنر ته ووئيل په خېبرپښتونخو كښې څلور انډسټريل اسټيټس جوړ دي خو دا د څو …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاك افغان جوائنټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر ضياﺀالحق سرحدي ملاقات

مزید خبریں
پېښور 15جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاك افغان جوائنټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر ضياﺀالحق سرحدي په مشرۍ كښې پلاوي د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔په دې موقع د صوبې انډسټري او پاك افغان تجارتي اړيكو په اړه په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوي ګورنر ته ووئيل په خېبرپښتونخو كښې څلور انډسټريل اسټيټس جوړ دي خو دا د څو مسئلو ښكار دي چې له امله يې په صوبه كښې صنعتي هلې ځلې ځپلې كيږي۔په افغان ټرانزټ ټريډ د صوبائي حكومت ټيكس پالېسۍ له امله تجارتي هلو ځلو ته زيان رسېدلے او د 7 نيم زره څخه زيات كنټينرز چمن بلوچستان ته منتقل كړے شوي كومو څخه چې نه يوازې د صوبې كاروبار ځپلے شوے بلكې سنټرل اېشياﺀ سره تجارت هم ځپلے كيږي۔پلاوي ووئيل افغان ټرانزټ ټريډ په معاملات كښې د اين ايل سي ځينې پالېسيو له امله مسئلې رامخې ته كيږي د كومو چې سمدستي حل لټول ضرورې دے۔پلاوي تجويز وركړو چې د خېبرپښتونخوا ګورنر په مشرۍ كښې يوه اسټيئرنګ كمېټي دې جوړه كړې شي كومه چې سوداګرو او اړوندو محكمو سره په ګډه دا مسئلې حل كړي۔ګورنر ووئيل د خېبرپښتونخوا سوداګرو ته د وفاق لخوا ورمخې ته مسئلو حل لپاره به ګورنر هاؤس د وكيل په توګه كردار ادا كوي۔










