پيپلز پارټي په حقيقت كښې د اولس ترجمان ګوند دے٬ نوابزاده جمال رئيساني

كوئټه ۔15 جولائې (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني د پيپلز پارټي بلوچستان نوي ټاكلي شوي صدر سېنېټر محمد عمر كورګيچ او جنرل سېكرټري رباني خان ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د سېنېټر عمر ګورګيچ او رباني خان په مشرۍ كښې به بلوچستان كښې پاكستان پيپلز پارټي لا قوي شي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غړي ووئېل پاكستان پيپلز …

كوئټه ۔15 جولائې (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني د پيپلز پارټي بلوچستان نوي ټاكلي شوي صدر سېنېټر محمد عمر كورګيچ او جنرل سېكرټري رباني خان ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د سېنېټر عمر ګورګيچ او رباني خان په مشرۍ كښې به بلوچستان كښې پاكستان پيپلز پارټي لا قوي شي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غړي ووئېل پاكستان پيپلز پارټي په حقيقت كښې د اولس ترجمان ګوند دے٬ د پاكستان آئين ٬ اتومي قوت ٬ د مزدورانو حقونه د پيپلز پارټي ډالۍ دي ۔ جمال رئيساني ووئيل پيپلز پارټي په اولس كښې شعور بېدار كړے او بلوجستان به دېر زر د پي پي پي مركز جوړ شي۔

مزید خبریں