خاص ماشومانو ته د عزت وړ ژوند وركول زمونږ مشتركه ذمه واري ده۔ فيصل كريم كنډي

پېښور 14 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي خاص ماشومانو ته د عزت ژوند وركول زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده٬ خاص كسانو له د يو برابر موقعو وركولو نه غېر يوه فلاحي ټولنه نشي جوړېدې٬ دا ماشومان يوازې د مور پلار ذمه واري نه بلكې د ټولنې مشتركه امانت دے او دوي باوقاره وګړي جوړول زمونږ د ټولو فرض دے۔ د …

پېښور 14 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي خاص ماشومانو ته د عزت ژوند وركول زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده٬ خاص كسانو له د يو برابر موقعو وركولو نه غېر يوه فلاحي ټولنه نشي جوړېدې٬ دا ماشومان يوازې د مور پلار ذمه واري نه بلكې د ټولنې مشتركه امانت دے او دوي باوقاره وګړي جوړول زمونږ د ټولو فرض دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ګورنر هاٶس كښې د اصغر مومند فاؤنډيشن تر سېوري لاندې ماشومانو ته د ويل چيئرز وركولو دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه وكړه ۔ په دستوره كښې د فاٶنډېشن چيئرمېن اصغر خان مومند، فلاحي کارکنان، مور پلار٬ خاص ماشومانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ ګورنر په دې موقع د خاص ماشومانو او د هغوي د كورنيو هركلے وكړو او اته خاص ماشومانو ته ئې ويل چيئرز وركړل۔ په دې موقع د فاؤنډيشن چيئرمېن اصغر خان مومند ګورنر د تنظيم د اغراض او مقاصد نه خبر كړو۔ دستورې ته د وېنا په مهال ګورنر فېصل كريم كنډي د اصغر مومند فاؤنډيشن د خدمات ستائنه كولو سره ووئيل د معذوره كسانو بحالي٬ تعليم او صحت لپاره په شعور بېدارولو او دوي ته روزګار كولو لپاره د فاٶنډېشن كردار د ستائنې وړ دے۔

مزید خبریں