پاکستان سټاک ايکسچينج كښې زياته تندي، 100 انډيکس نوې كچې ته ورسېد

کراچۍ 14 جولائي (اے پي پي) پاکستان سټاک ايکسچينج كښې د كاروباري اونۍ په پېل كښې تندي رامخې ته شوه چې پكښې 100 انډيکس كښې 1183 پوائنټس زياتوالے رېكارډ شو او 100 انډيکس په 1,35,482 پوائنټس تاريخي كچې ته ورسېد كومه چې د سرمايه كارو د اعتماد او د هېواد په معيشت كښې د بهترۍ واضحه عكاسي ده ٬ په مارکيټ كښې د مثبت رجحان په مهال په خاص توګه …

کراچۍ 14 جولائي (اے پي پي) پاکستان سټاک ايکسچينج كښې د كاروباري اونۍ په پېل كښې تندي رامخې ته شوه چې پكښې 100 انډيکس كښې 1183 پوائنټس زياتوالے رېكارډ شو او 100 انډيکس په 1,35,482 پوائنټس تاريخي كچې ته ورسېد كومه چې د سرمايه كارو د اعتماد او د هېواد په معيشت كښې د بهترۍ واضحه عكاسي ده ٬ په مارکيټ كښې د مثبت رجحان په مهال په خاص توګه د بينکنګ، توان او ټيکنالوجۍ په څانګو كښې هلې ځلې رامېنځ ته شوي چې ورسره د ټريډنګ حجم زيات شوے٬ د تجريه كارو له مخې دا تندي د هېواد په معاشي اشارو كښې بهتري، د روپۍ په قدر كښې استحکام او د آئي اېم اېف لخوا پاکستان لپاره د مثبت اشارو نتيجه ده۔ پوهانو له مخې چې د حکومت د مالياتي اصلاحات، د کاروبار دوسته پاليسو او د ممکنه غير ملکي سرمايه کارۍ پحقله خبرونه خوشبينه دي٬ دې اقدامات د سرمايه كارو باور زيات كړے دے ٬ كه دا رجحان وي نو د پاکستان سټاک مارکيټ به په راتلونكو ورځو كښې نور رېكارډ جوړ كړي كوم چې قامي معيشت لپاره خوشبينه علامت دے۔

مزید خبریں