لاهور۔13جولائی(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن علامه ډاكټر اېم راغب حسين نعيمي وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د ترهګرۍ پيښې په كلكه غندنه كوو٬ د ترهګرۍ په ضد ټول قام يو موټے دے٬ مونږ د امنيتي ادارو قربانيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو كومې چې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره په هېواد كښې د امن په ځاېې كولو هڅې كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د …
په بلوچستان كښې د ترهګرۍ پيښې په كلكه غندنه كوو: ډاكټر راغب حسين نعيمي

مزید خبریں
لاهور۔13جولائی(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن علامه ډاكټر اېم راغب حسين نعيمي وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د ترهګرۍ پيښې په كلكه غندنه كوو٬ د ترهګرۍ په ضد ټول قام يو موټے دے٬ مونږ د امنيتي ادارو قربانيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو كومې چې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره په هېواد كښې د امن په ځاېې كولو هڅې كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ دې ځايې څخه په جاري شوي يو بيان كښې وكړه۔ ډاكټر راغب حسين نعيمي ووئيل په بلوچستان كښې روانې بزدلانه كارروايۍ د پاكستان د سلامتيا ٬ امن او پرمختګ په ضد ناوړه سازش دے۔ رياست دې د ترهګر عناصرو په ضد پرېكنده كارروائي وكړي۔ ده ووئيل مونږ حكومت څخه غوښتنه كوو چې هغه د داسې عناصرو په ضد سخته كارروائي وكړي۔ ده ووئيل د بلوچستان اولس امن خوښوؤونكي او هېواد سره مينه لرونكي دي كومو چې تل د ترهګرۍ په ضد د رياست ملګرتيا كړې ده۔ مونږ د دوئي قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو او دوئي سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوو۔










