ملتان۔ 13 جولائی (اے پی پی) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعلیم خان د اتوار په ورځ په دنيا پور كښې د بلوچستان په پېښه كښې د شهيد شوو دوه ورونړو عثمان طور او جابر طور په استوګنه د هغه كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ په دې موقعه وفاقي وزير فاتحه خواني كولو سره د شهيدانو قربانۍ ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقی وزیر د شهيدانو مور ته په خاص توګه …
وفاقي وزير عبد العليم خان په دنيا پور كښې د بلوچستان پيښه كښې د شهيد شوو دوه ورونړو كورنۍ سره غمرازي وكړه

مزید خبریں
ملتان۔ 13 جولائی (اے پی پی) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعلیم خان د اتوار په ورځ په دنيا پور كښې د بلوچستان په پېښه كښې د شهيد شوو دوه ورونړو عثمان طور او جابر طور په استوګنه د هغه كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ په دې موقعه وفاقي وزير فاتحه خواني كولو سره د شهيدانو قربانۍ ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقی وزیر د شهيدانو مور ته په خاص توګه د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل كوم قام چې داسې زړورې مېندې لري هغوي ته څوك هم ماتې وركولې نه شي۔ ده ووئيل د دنیا پور دې عظيمې مور په ګرده نړۍ كښې د مړانې او قربانۍ نوې مثال قائم كړو۔ د شهيدانو مور سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل تاسو د ټول قام سر په وياړ هسك كړے دے٬ ستاسو همت او حوصله قام لپاره د لارې مشال دے۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښې د كركې ٬ وېش او ترهګرۍ تخم كرونكي به ناكامۍ او رسوايۍ سره مخ شي۔ ټول قام خپل پوځ او ادارو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد دا روان جنګ به په هر قيمت ګټلے شي۔










