په پاكستان كښې روانه ترهګري هند سره تړاو لري: وفاقي وزير عبد العليم خان

ملتان۔ 13 جولائی (اے پی پی) د مواصلاتو وفاقي وزير او د پاكستان استحكام ګوند صدر عبد العليم خان وئيلي دي چې په پاكستان كښې روانه ترهګري د هند سره تړاو لري، دښمن غواړي زمونږ په صفونو کښې کرکه، وېش او بې ثباتي رامنځته کړي، مونږ ټولو له به په ګډه دا ناسور ختمول وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د بلوچستان په پېښه کښې د …

ملتان۔ 13 جولائی (اے پی پی) د مواصلاتو وفاقي وزير او د پاكستان استحكام ګوند صدر عبد العليم خان وئيلي دي چې په پاكستان كښې روانه ترهګري د هند سره تړاو لري، دښمن غواړي زمونږ په صفونو کښې کرکه، وېش او بې ثباتي رامنځته کړي، مونږ ټولو له به په ګډه دا ناسور ختمول وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د بلوچستان په پېښه کښې د شهید شوي غلام سعید کورنۍ سره د تعزیت په مهال ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل دا جنګ د کوم خاص قوم، صوبې یا ژبې په ضد نه ٬ بلکې د پاکستان د سلامتيا په ضد دے۔ مونږ باید يو موټې كېدو سره د ترھګرۍ په ضد جنګ وكړؤ۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ زړور پوځ، پولیس او امنیتي ادارې قربانۍ ورکوي، ټول ولس خپل سپه سالار او پوځ سره ولاړ دے ٬ لكه څنګه مو چې هند ته په جنګ كښې ماتې وركړه دسې به ترهګرو ته هم ماتې وركړؤ۔ ده زياته كړه چې د پاكستان په هر يو ګوټ كښې د ټولو قوميتونو خلك يو بل سره په ګډه كار كوي كه هغه د پنجاب دي ٬ كه د كراچۍ دي ٬ مونږ ټول يو يوو او يو به پاتې كېږؤ۔ ده د بلوچستان پېښې غندنه كولو سره ووئيل دا يوه دړدېدلې پېښه ده۔ د غلام سعید مړې چې څه وخت د هغه كور چک 72/15 اېل کے ته ورسېد نو پلار يۍ له ډېر خفګانه په حق ورسېد۔ ده ووئيل د ټولو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير عبد العليم خان د بلوچستان په پېښه كښې د شهيد شوي سعید كور ته لاړو او پسماندګانو سره يۍ ملاقات وكړو۔ ده شهيدانو لپاره د بخښنې او شهيد سعيد له د لوړو درجو دعا وكړه۔

مزید خبریں