فېصل آباد ۔ 13 جولائی (اے پی پی) د مسلم ليګ نون لارښود او د كورنيو چارو وزير مملكت سېنېټر طلال چوهدری وئيلي دي چې دښمن اوس د پاكستان د يووالي او سلامتيا د ماتولو خوب ويني۔ په بلوچستان بريد كښې د فېصل آباد د شهيد ځوان شېخ ماجد ایوب په كور د هغه كورنۍ سره غمرازۍ څخه وروستو خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې طلال چوهدري ووئيل دښمن …
د پنجاب قربانۍ به دښمنان په خپلو عزائمو كښې ناكامه كړي: طلال چوهدري

مزید خبریں
فېصل آباد ۔ 13 جولائی (اے پی پی) د مسلم ليګ نون لارښود او د كورنيو چارو وزير مملكت سېنېټر طلال چوهدری وئيلي دي چې دښمن اوس د پاكستان د يووالي او سلامتيا د ماتولو خوب ويني۔ په بلوچستان بريد كښې د فېصل آباد د شهيد ځوان شېخ ماجد ایوب په كور د هغه كورنۍ سره غمرازۍ څخه وروستو خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې طلال چوهدري ووئيل دښمن اوس د پاكستان د يووالي او سلامتيا د ماتولو خوب ويني خو پاكستانے قام په خاص توګه د پنجاب اولس به د خپلې وينې ٬ وسائلو او اخلاص سره دغه سازشونه بيا بيا ناكامه كوي۔ ده ووئيل ماجد ایوب كوم چې فېصل آباد سره تعلق لرلو د كپړې كاروبار په لړ كښې به ژوب، بلوچستان ته تللو٬ د راستنېدو په مهال د ترهګرۍ هدف جوړ شو او شهيد كړے شو۔ ده ووئيل دا د ښمن قوتونو يوه اسپانسرډ منصوبه ده كومه چې هند سره تړون لري۔ ده ووئيل د پاكستان په ضد پراكسي جنګ كولې شي دغسې چې قام په نسلي او لساني بنيادونو تقسيم كړې شي خو دښمن دا هېر كړي دي چې د پنجاب په هره يوه محله كښې بلوچ، پښتانه ، کشمیری، سندھی او ګلګتي رونړا ژوند كوي كوم چې دلته تعليم ٬ علاج او كاروبار لپاره راغلي دي او پنجاب تل هغوي خپل زړه پورې نيولې دي۔ طلال چوھدري په ډاګه كړه چې پنجاب نه يوازې په اېن اېف سي ايوارډ كښې خپله برخه بلوچستان لپاره قربان كړه بلكې كله چې بلوچستان ته د اوبو ضرورت شو نو پنجاب د خپلې برخې اوبه هم وركړې او نن د وينې ضرورت دے نو د پنجاب فرزاندان خپل ځانونه وړاندې كولو سره شهيدان كيږي۔ ده ووئيل د ماجد ایوب د مور حوصله د دې قام د مور عكاسي كوي كومه چې د ګلونو هار سره د شهيد زامنو هركلې كوي۔ داسې مېندې دښمن ته دا پېغام وركوي چې هغوي پاكستان ته كله هم ماتې وركولې نه شي۔ طلال چوهدری ووئيل امنيتي ځواكونه د روزانه په بنياد 150څخه زياتې كارروايۍ كوي په كومو كښې چې 90 فیصده ممكنه بريدونه ناكامه كولې شي۔ ده خېبر پښتونخوا حكومت ته هم تاكيد وكړوچې هغه دې په خپله صوبه كښې د سی ټی ډی، فرانزک لېبز او سمارټ سسټمز ادارې جوړې كړې ي دغسې چې په ترهګرۍ په فعاله ډول قابو وموندلے شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د ګېس په تنصيباتو بريدونه ٬ په سكولونو او روغتونونو بمباري ٬ په بازارونو كښې چاؤدنې د يوې ايجنډې برخې دي او هغه د پاكستان غېر مستحكم كول دي۔ ده ووئيل په 219 بريدونو كښې 514 كسان شهيد كړې شوي دي په كومو كښې چې د زياتر تعلق پنجاب سره ؤ۔ ده ووئيل د پاكستان بقاﺀ او سلامتيا لپاره به سياسي تړون څخه پرته امنيتي ځواكونو سره يو برابر اودرېدل وي۔ ده ووئيل د نواز شريف په دور كښې ټول ګوندونه يو موټي وو او په نتيجه كښې يۍ كوئټه څخه تر كراچۍ امن راغلو او په ترهګرۍ قابو وموندلے شو۔ ده ووئيل مونږ پنجابيان، بلوچيان، پښتانه ، سندھی، کشمیريان وروستو يوو ٬ تر ټولو اول پاكستاني وګړي يوو۔ دا هېواد په كلمه طيبه جوړ شوے دے او ددې حفاظت لپاره به هر يو حد ته ځؤ۔ ده ووئيل كه د دښمن بريد پټ وي يا ښكاره انجام به يۍ هم هغه وي كوم چې په آپرېشن صندور كښې د هندي دراندازۍ ؤ۔ ده په ډاګه كړه چې د پاكستان سلامتيا او د اولس ژوند سره لوبې كوؤنكو ته به نه اېن آر او وركولې نه شي او نه به په هېواد دښمنه ايجنډا سياست كوؤنكي د اولس باور ترلاسه كړې شي۔










