کراچۍ۔ 13 جولائی (اے پی پی) دسندھ ګورنر كامران خان ټيسوري د كشميري شهيدانو ورځې په موقعه په خپل خصوصي پېغام كښې 22 شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې ده ووئيل د دغه شهيدانو قربانۍ د كشميري اولس د آزادۍ مبارزه كښې د سنګ ميل حېثيت لري۔ ګورنر ووئيل چې د كشميري اولس نسلونو پرله …
د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې

مزید خبریں
کراچۍ۔ 13 جولائی (اے پی پی) دسندھ ګورنر كامران خان ټيسوري د كشميري شهيدانو ورځې په موقعه په خپل خصوصي پېغام كښې 22 شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې ده ووئيل د دغه شهيدانو قربانۍ د كشميري اولس د آزادۍ مبارزه كښې د سنګ ميل حېثيت لري۔ ګورنر ووئيل چې د كشميري اولس نسلونو پرله پسې د ظلم او جبر په ضد قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل هند مقبوضه كشمير پوځي زندان جوړ كړے دے۔ په دې موقعه ده ووئيل چې پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔










