ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ملائيشيا ډپټی هيډ مشن سیافک فردوس ملاقات

پېښور ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره په پاكستان كښې تعينات د ملائیشیا ډپټی هېډ مشن اېم سیافک فردوس د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او ملائیشیا ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او د ستراتيجيكي همكارۍ په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه ګورنر ډپټی …

پېښور ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره په پاكستان كښې تعينات د ملائیشیا ډپټی هېډ مشن اېم سیافک فردوس د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او ملائیشیا ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او د ستراتيجيكي همكارۍ په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه ګورنر ډپټی هېډ مشن په خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعو څخه خبر كړو۔ د ملائیشیا ډپټی هېډ مشن ووئيل زه د پاكستان په ښكلا كښې زيات رغبت لرم ٬ ددې ځايې خلك زيان مينه كوؤنكي او امن خوښوونكي دي۔ ده د خېبر پښتونخوا د ښكلا هم ستائنه وكړه او په دې صوبه كښې يۍ د سرمايه كارۍ ٬ سېلګرېۍ په شمول په نورو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو موافقت وكړو۔ د ملائیشیا هېډ مشن ګورنر فېصل كريم كنډي ته د ملائيشيا دورې بلنه وركړه۔ په دې موقعه ګورنر ډپټی هېډ مشن ته سيمه اييز كلتوري څادر او ټوپۍ ډالۍ كړه۔

مزید خبریں