د تش لاسي وګرو ژوند سره لوبې كوونكې ترهه ګر د كوم رعايت مستحق نه دي ٬ د بلوچستان ګورنر

كوئټه ۔11 جولائي(اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندو خېل د بلوچستان په ډب سره ډاګۍ سيمه كښې د تش لاسي مسافرو وژنه سفاكيت ګرځولے دے ۔ د تش لاسو وګرو د ژوند سره لوبې كوونكې د كوم رعايت مستحق نه دي۔ خپل بيان كښې ګورنر د دې عزم اظهار وكړو چې د بلوچستان امن لرونكې وضعه به كله هم په هيڅ صورت خرابېدو له ورنه كړو۔ هغه په …

كوئټه ۔11 جولائي(اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندو خېل د بلوچستان په ډب سره ډاګۍ سيمه كښې د تش لاسي مسافرو وژنه سفاكيت ګرځولے دے ۔ د تش لاسو وګرو د ژوند سره لوبې كوونكې د كوم رعايت مستحق نه دي۔ خپل بيان كښې ګورنر د دې عزم اظهار وكړو چې د بلوچستان امن لرونكې وضعه به كله هم په هيڅ صورت خرابېدو له ورنه كړو۔ هغه په قانون نافذ كوونكو ادارو زور راوړو چې زر تر زره ككړ كسان د قانون سره مخ كړي او د تش لاسي اولس د ځان او مال حفاظت له ګامونه پورته كري ۔ ګورنر د هر ډول ترهه ګرۍ او ورانكارۍ ختمولو لپاره ٬ د ترهه ګرو د وجود نه د خپلې خاورې پاكولو او بلوچستان د امن ځائے جوړولو لپاره د حكومت او اولس د شريكو هلو ځلو په ضرورت زور راوړو۔

مزید خبریں