د خيبر پښتونخوا وزيراعلی ته د سوات پيښې انكوائري رپورټ وړاندې كړے شو ٬ په نظام كښې كمزورۍ په ګوته كړې شوې

پېښور۔ 11 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ته د سوات پېښې په اړه د پراونشل انسپکشن ټیم انكوائري رپورټ وړاندې كړے شو۔ د وزیراعلی هاوس پېښور چارواكو لخوا د جاري تفصيلات له مخې په 63 پاڼو مشتمل انكوائري رپورټ كښی د داسې پېښو مخنيوي لپاره په نظام كښې د شته كمزورو ذكر شوے ۔ په رپورټ كښې د دې كمزورو لرې كولو له اقدامات هم تجويز كړے …

پېښور۔ 11 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ته د سوات پېښې په اړه د پراونشل انسپکشن ټیم انكوائري رپورټ وړاندې كړے شو۔ د وزیراعلی هاوس پېښور چارواكو لخوا د جاري تفصيلات له مخې په 63 پاڼو مشتمل انكوائري رپورټ كښی د داسې پېښو مخنيوي لپاره په نظام كښې د شته كمزورو ذكر شوے ۔ په رپورټ كښې د دې كمزورو لرې كولو له اقدامات هم تجويز كړے شوي۔ په رپورټ كښی د سوات پېښې تر مخه د فرض په ترسره كولو كښې بې غوري كوونكې افسران او اهلكار هم ښودلې شوي۔ دغسې د فرض په ترسره كولو كښې د غفلت كوونكو په ضد د تاديبي كارروائيو عملي كولو سپارښتنه هم شوې۔ وزیراعلی د انکوائری رپورټ په رڼا كښې د بې غورۍ كوؤنكو سركاري اهلكارو په ضد د تاديبي كارروائيو منظوري وركړه۔ اړوندې محكمې به د غفلت كوؤنكو اهلكارو او افسرانو په ضد تاديبي كارروايۍ پېل كوي۔ په دې محكمو كښې د سوات ضلعي انتظاميه ٬ د اوبه خور محكمه او ریسکیو 1122 شاملې دي۔ دا محكمې به په دې لړ كښی په 60 ورځو كښې دننه ټول قانوني لوازمات ترسره كولو سره تاديبي كارروايۍ عملي كړي۔ د پراونشل انسپکشن ټیم رپورټ په سفارشات عملدرآمد له به د چیف سېکرټری په مشرۍ كښې اورسائټ کمېټي جوړه كړې شي۔ د سوات پېښې په تناظر كښې د پي ډي اېم اے او ضلعي انتظاميې لخوا په جاري كړې اېډوائزري په بشپړ ډول عملدرآمد نه دې شوے۔ په فيلډ كښې د پولیس، ریونیو، ایریګېشن، ریسکیو، ټورازم پولیس او نورو محكمو ترمينځه د کوآرډینېشن كمے ؤ ٬ د سېلاب په اړه د ارلی وارننګ سسټم غیر فعاله كېدو له امله په وخت اطلاع كولو كښې تاخير شوے٬ د بلډنګ پلان منظورۍ په رېګولېټری مېکنزم او د تجاوزات متعین كولو په نظام كښې ابهام وليدلے شو٬ د سېلګرو خطرو څخه خبرولو كښې د هوټل مالكانو هم غفلت كړے ٬ ریسکیو 1122 په رسپانس كښې تاخير كړے۔ د دريابونو په غاړه فعاليتونه او چارې په فعاله توګه رېګولېټ كولو له به خاص قانون نافذ كول وي۔ په دفعه 144 په صحيح توګه عمل درآمد نه كيږي۔ د پېښې څخه وروستو د صوبائي حكومت او ځايي انتظاميې لخوا شوې اقدامات هم د انكوائري رپورټ برخه دي۔ پېښی څخه وروستو د دريابونو په اړه د تجاوزات په ضد بې پرې آپرېشن پېل كړے شوے۔ په لسو ورځو كښې دننه 127 غېر قانوني ودانۍ سيل كړې شوې۔ په 682 کناله زمكه جوړې شوې ودانۍ ړنګې كړې شوي ۔ په 1874 کنال تجاوزات په ګوته كړې شوي ٬ د 609 کلومیټر اوږد رېور بېډ حد بندي وكړې شوه او په دې 174 بیرئیرز ولګولې شول ٬ د رېسکیو 1122 او ضلعي انتظاميې ترمينځه د كوآرډینېشن نظام ښه كړے شوے۔ د وزیراعلی په مشرۍ كښې غونډه كښې د رېور رېسکیو پلان منظوری وركړې شوه۔ په سباؤن كښی د دې ډول پېښو مخنيوي لپاره د 66 ملین روپو په لګښت د 36 پری فېب ریسکیو اسټېشنز منظوري وركړې شوه۔ د 739 ملین روپو په لګښت سره د رېسكيو لپاره د نوې آلات اغستلو منظوري وركړې شوه۔ د 608 ملین روپو په لګښت د 70 کمپېکټ ریسکیو اسټېشنز جوړولو منظوري وركړې شوه۔ دغسې د 200 ملین روپو به لګښت د ډیجیټل مانیټرنګ سسټم لګولو منظوري هم وركړې شوه

مزید خبریں