کوئټه۔ 11 جولائی (اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني د تش لاسو مسافرو د وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي په تش لاسې مسافرو بريد په بشري ځانونو نه بلكې د بلوچستان په امن او يووالي ښكاره ګزار دے٬ د بلوچستان او پاكستان په ضد د هر سازش په وړاندې به مضبوط دېوال جوړېږوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل د غندنې …
د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني د تش لاسو مسافرو د وژنې غندنه وكړه

مزید خبریں
کوئټه۔ 11 جولائی (اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني د تش لاسو مسافرو د وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي په تش لاسې مسافرو بريد په بشري ځانونو نه بلكې د بلوچستان په امن او يووالي ښكاره ګزار دے٬ د بلوچستان او پاكستان په ضد د هر سازش په وړاندې به مضبوط دېوال جوړېږوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل د غندنې بيان كښې وكړه۔ نوابزادہ جمال رئیسانی ووئيل د بې ګناه او تش لاسې مسافرو بسونو څخه كوزول او وژل د فتنة الهندوستان سفاكانه كارروائي ده۔ دا بريد يوازې په بشري ځانونو نه بلكې د بلوچستان په امن ٬ غېرت او يووالي ښكاره ګزار دے۔ ده ووئيل مونږ به د هر يو سازش په وړاندې لكه د مضبوط دېوال ولاړ يوو٬ د هر يو شهادت بدل به اغستلې شي۔ ده ووئيل دا خاوره وطن سره د مينې لرونكو ده او تل به وي۔ ده شهيدانو لپاره د بخښنې او غمجنيو كورنيو لپاره د صبر او زغم دعا وكړه










