په بلوچستان كښې د ترهګرې ډلې په لاسو د 9 كسانو قتل ظلم او بربريت دے: فيصل كريم كنډي

اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په بلوچستان كښې د پنجاب سره د تعلق لرونكو 9 كسانو د هند په سرپرستۍ كښې د كارروايۍ كونكې ترهګرې ډلې په لاس وژنه ظلم او بربريت ګرځولے دے۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل هند په جنګ كښې له عبرتناكې ماتې خوړولو نه وروستو په پاكستان كښې ناامني خپرولو له د ترهګرو سرپرستي كوي خو دلته به …

اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په بلوچستان كښې د پنجاب سره د تعلق لرونكو 9 كسانو د هند په سرپرستۍ كښې د كارروايۍ كونكې ترهګرې ډلې په لاس وژنه ظلم او بربريت ګرځولے دے۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل هند په جنګ كښې له عبرتناكې ماتې خوړولو نه وروستو په پاكستان كښې ناامني خپرولو له د ترهګرو سرپرستي كوي خو دلته به هم عبرتناكې ماتې سره مخ شي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د شهيدو شوو پنجابيانو ورونړو غمجنيو كورنيو سره په غم كښی يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل د قوميت په بنياد بې ګناه كسان وژل د بزدل او بد حواسه دښمن د وروستو سلګو عكاسي كوي۔ ده ووئيل رياست به د دا ډول يو موټے عناصر نوغې اوباسي او په دې مشن كښې ټول قام رياست او رياستي ادارو سره يو برابر ولاړ دے

مزید خبریں