پېښور 09 جولائي(اے پي پي) عوامي نېشنل پارټۍ (اے اين پي) ته لويې زيان رسېدلے دے ٬ د اے اين پي سره يو اوږد تعلق لرونكې د بلور كورنۍ يو مهم شخصيت مسلم ليګ(ن) كښې شامل شو۔تفصيلات له مخې د هارون بلور كورودانې او د بشير بلور اينګور ثمر بلور (ن)ليګ كښې شامل شوه ۔ثمر بلور د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ملاقات نه پس (ن)ليګ كښې شموليت اختيار …
د اے اين پي سره تعلق لرونكې د بلور كورنۍ مهم شخصيت په مسلم ليګ(ن)كښې شامل شو

مزید خبریں
پېښور 09 جولائي(اے پي پي) عوامي نېشنل پارټۍ (اے اين پي) ته لويې زيان رسېدلے دے ٬ د اے اين پي سره يو اوږد تعلق لرونكې د بلور كورنۍ يو مهم شخصيت مسلم ليګ(ن) كښې شامل شو۔تفصيلات له مخې د هارون بلور كورودانې او د بشير بلور اينګور ثمر بلور (ن)ليګ كښې شامل شوه ۔ثمر بلور د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ملاقات نه پس (ن)ليګ كښې شموليت اختيار كړو ۔دغسې د ثمر بلور د مېرمنو په خاص چوكۍ د (ن)ليګ لخوا د ايم پي اے په جوړولو غور روان دے٬ دې څخه وړاندې هم ثمر بلور 2018 نه تر 2023 د اے اين پي په ټګت ضمني ټاكنې ګټلو كښې ايم پي اے پاتې شوې ده ۔د يادونې وړ ده په 10 جولائي 2018 د پیښور يكه توت سيمه كښې د عوامي نېشنل پارټۍ(اے اين پي)انتخابي كمپائن په مهال د بمي چاودنې په نتيجه كښې د صوبائي اسمبلۍ كانديد او د بشير بلور زوې هارون بلور پشمول 20 كسه په حق رسېدلې وو او 48 څخه زيات ژوبل شوي وو٬ د كومې ذمه واري چې كالعدم تحريك طالبان پاكستان(ټي ټي پي)قبوله كړې وه۔د هارون بلور پلار بشير بلور هم دسمبر 2012 كښې يو ځانمرګي بريد كښې شهيد شوے ؤ ٬بلور كورنۍ د پاكستان به سياسي تاريخ كښې د مشرانو په كچه د ځانونو قربانۍ وركوونكو كورنۍ ګڼلې كيږي او خېبرپښتونخوا كښې د دې كورنۍ سياسي اقدار هم د چا څه پټ پناه نه دي۔










