حكومتي اقداماتو او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو خوارۍ سره به عاشوره په سوليز ډول تيره شي: داخله وزير محسن نقوي

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير وئيلي دي چې كه پاك پروردګار ته منظور وي حكومتي اقداماتو او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو زياتې خوارۍ او ستړو سره به عاشوره په سوليز ډول تيره شي٬ دښمن په خپلو ناوړه ارادو كښې نه مخكښې كامياب شوے او نه به اوس كامياب شي٬ د فتنة الهندوستان ناوړه ارادې ناكامه كولو له قانون نافذ كوونكې ادارې په بشپړ ډول چمتؤ دي۔ د كورنيو چارو وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ګرد هېواد كښې د 9 محرم الحرام جلوسونو او مجلسونو لپاره د امنيت فول پروف انتظامات شوي دي٬ د اسلام آباد په شمول پنجاب، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، سندھ، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان كښې نن 2763 جلوسونه ويستلې او 7598 مجلسونه كولې شي۔ په انتهائي حساس ګرځولې شوو 1129 سيمو كښې غېر معمولي سكيورټي اقدامات شوي او د ډرونز او سي سي ټي كېمرو د لارې نګراني كولې شي۔ د وفاقی حکومت مرکزی مانیټرنګ سېل څخه 7 /24 نګرانی روانه ده۔ د كورنيو چارو وزارت وياند وئيلي چې په اسلام آباد كښې نن 61 مجلسونه كولې 17 جلوسونه ويستلې شي۔ دغسې پنجاب كښې 3805 مجلسونه كولې او 1677 جلوسونه ويستلې شي۔ په سندھ كښې د عزادار 1207 مجلسونو 644 جلوسونو ٬ خېبر پښتونخوا كښې د 939 مجلسونو او 261 جلوسونو ٬ بلوچستان كښې د 115 مجلسونو، 11 جلوسونو ، ګلګت بلتستان كښې د 1290 مجلسونو، 111 جلوسو او آزاد کشمیر كښې د 181 مجلسونو ، 42 جلوسونو اهتمام كولے شي۔په دې مهال مركزي كنټرول روم سره صوبائي كنټرول رومز هم فعال كړې شوي دي۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په سوشل ميډيا مذهبي اشتعال انګيزي به په كوم هم صورت زغملې نه شي۔ ده ووئيل امن په ځاې ساتل لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان ناوړه ارادې ناكامه كولو له قانون نافذ كوونكې ادارې په بشپړ ډول چمتؤ دي٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي حكومتي اقداماتو او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو زياتې خوارۍ او ستړو سره به عاشوره په سوليز ډول تيره شي۔ ده ووئيل دښمن په خپلو ناوړه ارادو كښې نه مخكښې كامياب شوے دے او نه به اوس كامياب شي