د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مانسھره ډسټركټ بار اېسوسي اېشن پلاوي ملاقات

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مانسهره ډسټركټ بار اېسوسي اېشن پلاوي د صدر شاه جهاں خان سواتي په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پي ايل ايف صدر شيخ نور الامين٬د بار جنرل سېكرټري قاسم جهانګيري٬جوائنټ سيكرټري عدنان كهټانه٬فنانس سيكرټري نوابزاده معظم٬لائبريري سېكرټري …

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مانسهره ډسټركټ بار اېسوسي اېشن پلاوي د صدر شاه جهاں خان سواتي په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پي ايل ايف صدر شيخ نور الامين٬د بار جنرل سېكرټري قاسم جهانګيري٬جوائنټ سيكرټري عدنان كهټانه٬فنانس سيكرټري نوابزاده معظم٬لائبريري سېكرټري افتخار احمد٬ايګزيكټو غړي عبدالقيوم او حسنين يوسف شامل وو۔د ملاقات په مهال وكيلانو ته په ورمخې ته مسئلو٬ د بار اېسوسي اېشن په خېرښېګړه او د قانوني ورورولۍ په كردار تفصيلي خبرې وشوې۔ګورنر د وكيلانو ورورولۍ مثبت كردار ستائېلو سره د هر ممكنه مرستې باور وركړو او وې وئېل د انصاف وركولو عمل ښه والي لپاره به ګورنر هاؤس بشپړه مرسته كوي۔د دې نه علاوه پخواني د صوبائي اسمبلۍ غړي٬د ټانك ضلعې پخواني ناظم نوابزاده طاهر بن يامين خان د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره ملاقات وكړو ۔ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې شوي ملاقات كښې د هېواد په سياسي صورتحال٬د خېبرپښتونخوا په سياسي چارو ٬ تنظيمي چارو٬ټانك كښې د څښكلو اوبو او د واپډا په اړه د اولسي ستونزو پشمول د شريكې خوښې په ګڼو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں