اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام په سوات درياب كښې د سېلګرو د ډوبېدو په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې انجینئر امیر مقام ووئيل چې د افسوس خبره دا ده چې يو شمېر كسان تر څو ساعتو د درياب په منځ كښې د مرستې په انتظار كښې نښتنې ولاړ پاتې شوو …
د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په سوات درياب كښې د سيلګرو د ډوبيدو په پيښه د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام په سوات درياب كښې د سېلګرو د ډوبېدو په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې انجینئر امیر مقام ووئيل چې د افسوس خبره دا ده چې يو شمېر كسان تر څو ساعتو د درياب په منځ كښې د مرستې په انتظار كښې نښتنې ولاړ پاتې شوو خو كومه رېسكيو ډله موقعې ته و نه رسېده۔ دا پېښه د صوبائي حكومت د بشپړه ناكامۍ او د ضلعي انتظاميې د مجرمانه غفلت ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل په وخت د وارننګ نه جاري كول ٬ په وخت د رېسكيو او اړوندې مشينرۍ او وسائلو نشتون دا خبره په ډاګه كوي چې اولس د حالاتو په رحم وكرم پرېښودلې شوي دي۔ وفاقي وزير ځپلې كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل مونږ د هغوي په غم كښې يو برابر شريك يوو۔ ده اړوندو ادارو ته مرستې كارروايۍ تندولو او ځپليو ته د هر ممكنه آسانيو وركولو هدايت هم وكړو










