اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو د وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ کاؤنټر ټیررازم کمېټۍ او هارډن دی اسټيټ کمېتۍ غونډه شوه۔ په غونډه كښې د غیر قانوني میشته غير ملكيانو ضد د عملیاتو تندولو پرېکړه وشوه۔په دې موقع د خبرو په مهال د کورنیو چارو وفاقي وزیر ووئيل چې نادرا به په ایګزټ پوائنټس لائیو ډيټا ویریفیکشن د تصدیق اسانۍ وركوي۔ ده ووئيل ټولي …
د کورنیو چارو د وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ کاؤنټر ټیررازم کمېټۍ او هارډن دی اسټيټ کمېتۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو د وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ کاؤنټر ټیررازم کمېټۍ او هارډن دی اسټيټ کمېتۍ غونډه شوه۔ په غونډه كښې د غیر قانوني میشته غير ملكيانو ضد د عملیاتو تندولو پرېکړه وشوه۔په دې موقع د خبرو په مهال د کورنیو چارو وفاقي وزیر ووئيل چې نادرا به په ایګزټ پوائنټس لائیو ډيټا ویریفیکشن د تصدیق اسانۍ وركوي۔ ده ووئيل ټولي ادارې به په ګډه ون ډاکومنټ سسټم په بشپړه ډول نافذ کوي۔ د هیواد څخه د غیر قانوني سپیکټرم ختمولو لپاره باید وفاقي او صوبائي ادارې په ګډه کار وکړي۔ ده ووئيل د سوالګرو مافیا د هیواد د بدنامۍ سبب ګرځي او بايد د هغوی سره سختي وكړې شي۔ ده زور راوړو چې سوالګري باید غیر ضمانت لرونکی جرم وګڼلې شي۔محسن نقوي ووئيل چې د برېښنا د غلا د مخنیوي لپاره د توان وزارت او صوبائي حکومتونو خپلو كښې هر ډول ممکن مرسته وكړي۔په دې موقع په بریفینګ كښې ووئيل شول چې هره ورځ له 250 څخه زیات استخباراتي عملیات ترسره کیږي۔ د توان وزارت ووئيل چې د کورنیو چارو وزارت او صوبائي حکومتونو په مرسته 142 اربه روپۍ ريكوري ممكن شوي۔په غونډه كښې د تجاوزاتو عملیاتو او د پاکستان پورټ اتهارټي جوړولو د پېش رفت جاج واخستلې شو۔ هم دغسې په غونډه كښې د ګوادر ښار د سیف سيټي پروژې او د پروټيكشن وال په اړه په پېش رفت غور وشو۔ په بریفینګ كښې وئيل شول چې په درياے سندھ د ډیجیټل انفورسمنټ سټیشنونو په جوړولو کار روان دی، او د موټرویز او قومي لویو لارو كوټلي څارنې لپاره د انټيليجنټ ټرانسپورټيشن سسټم کار روان دی۔په غونډه كښې د غیر قانوني او قاچاق شوي پټرول د مخنیوي لپاره د پټرول پمپونو د ډیجیټلائزېشن د پيش رفت جاج واخستلې شو۔ په بریفینګ كښې ووئيل شول چې د نوي قانون له مخې به كسټمز او اړوندو ډپټي کمشنرانو ته د پمپ د بندولو او موټر د ضبطولو اختیار ورکولې شي۔په غونډه كښې د کورنیو چارو وزير مملكت طلال چوهدري، د پنجاب د قانون وزیر صهیب احمد بهرت، د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سېف او د ګلګت بلتستان کورنیو چارو وزیر ګډون كولو۔د کورنیو چارو وفاقي سکټري ، د ټولو صوبو، آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان د پولیس آئی جیز ، د کورنیو چارو سکرترانو، ډي جي اېف آئی ائې، د نیکټا قومي کوآرډینیټر، د اسلام آباد چیف کمیشنر، د نيكټا د نېشنل كوآرډينيټر نيشنل ايكشن پلان د امنیتي ادارو اعلی چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔










