نړيوال بينك د پاكستان كليدي پرمختيائي شراكتدار دے٬ لس كلن كنټري پارټنرشپ فريم ورك د پاکستان د معاشي لائحې كليدي برخه ده۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د نړيوال بينك ډلې سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې نړيوال بينك د پاكستان كليدي پرمختيائي شراكتدار دے٬ لس كلن كنټري پارټنرشپ فريم ورك د پاکستان د معاشي لائحې كليدي برخه ده۔ وفاقي وزير دا خبره د جمعې په ورځ د نړيوال بېنك په پاكستان كښې د تعينات ډلې غړو سره په ملاقات كښې كړې٬ د نړيوال بېنك په ډله كښې موده ترسره كوٶنكې …

اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې نړيوال بينك د پاكستان كليدي پرمختيائي شراكتدار دے٬ لس كلن كنټري پارټنرشپ فريم ورك د پاکستان د معاشي لائحې كليدي برخه ده۔ وفاقي وزير دا خبره د جمعې په ورځ د نړيوال بېنك په پاكستان كښې د تعينات ډلې غړو سره په ملاقات كښې كړې٬ د نړيوال بېنك په ډله كښې موده ترسره كوٶنكې کنټري ډائريکټر ناجي بن حسائن او نوې تعينات کنټري ډائريکټر بولورما آنګابزر شامل وو۔ د خزانې وزير د بولورما آنګابزر په پاکستان كښې هركلي كولو سره د ھغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير د بولورما آنګابزر په قيادت كښې د پاكستان او نړيوال بېنك ترمېنځه مرستې ته د ودې وركولو د اميد څرګندونه وكړه ۔ وفاقي وزير د موده ترسره كوٶنكي کنټري ډائريکټر ناجي بن حسائن د خدماتو ستائنه كولو سره د پاكستان حكومت سره د ھغه د قېمتي شراكتدارۍ او په غېر متزلزل حمايت مننه وكړه۔ ده د نړيوال بېنك او پاكستان ترمېنځه د پرمختيائي شراكتدارۍ په قوي كولو كښې د ناجي بن حسائن کردار د ستائنه وړ ګرځولو سره د ھغه د سباون ذمه وارو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړٶ ډلو د پاكستان جامع پرمختګ ته وده وركولو لپاره د نړيوال بېنك او پاكستان ترمېنځه ستراتېژك شراكتدارۍ ته د ودې وركولو د عزم پخلې وكړو۔ وفاقي وزير په دې موقع ووئيل چې نړيوال بينك د پاكستان كليدي پرمختيائي شراكتدار دے٬ لس كلن كنټري پارټنرشپ فريم ورك د پاکستان د معاشي لائحې كليدي برخه ده۔

مزید خبریں