اسلام اباد 30 مئي (اے پي پي) د پټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك د پاك عرب ریفائنري لمیټډ (پارکو) کارپوریټ مرکزي دفتر دوره وكړه ۔د پټرولیم ډویژن لخوا په جاري شوې بيان کښې وئیلي شوي چې د پټرولیم ډویژن ايډېشنل سیکرټري (پالیسي) ظفر عباس او ډپټي سیکرټري وقاص برلاس هم د وفاقي وزیر سره وو ۔د پاك عرب ریفائنري لمیټډ (پارکو) کارپوریټ مرکزي دفتر ته په رسېدو د پارکو …
د پټرولیم وفاقي وزير علي پرویز ملك د پارکو کارپوریټ مرکزي دفتر دوره وكړه

مزید خبریں
اسلام اباد 30 مئي (اے پي پي) د پټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك د پاك عرب ریفائنري لمیټډ (پارکو) کارپوریټ مرکزي دفتر دوره وكړه ۔د پټرولیم ډویژن لخوا په جاري شوې بيان کښې وئیلي شوي چې د پټرولیم ډویژن ايډېشنل سیکرټري (پالیسي) ظفر عباس او ډپټي سیکرټري وقاص برلاس هم د وفاقي وزیر سره وو ۔د پاك عرب ریفائنري لمیټډ (پارکو) کارپوریټ مرکزي دفتر ته په رسېدو د پارکو منېجنګ ډائرکټر ارتضیٰ علي قریشي او سينيئر مينيجمنټ چارواکو د هغه تود هرکلے وکړو۔ د دوره په مهال علي پرویز ملك ته د پارکو د ماډلر ګروتھ ستراتیجۍ، د آپرېشنل ايكسيلنس 50 كلن روايات او د سباؤت ستراتیژیک روډ ميپ په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو ۔ په بريفنګ كښې د جدت ، كاركردګۍ او پائيدارۍ د لارې د پاکستان د انرجي انفراسټركچر قوي كولو كښې د پارکو په مهم كردار رڼا واچولې شوه ۔علي پرویز ملك د پاکستان د انرجي په لېنډ سكيپ كښې د پارکو كردار وستائلو او ریفائنریز اپ ګريډېشن یې د حکومت ترجيح وګرځوله۔










