اسلام اباد 30 مئي (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي وزیر انجینر امیر مقام سره د اپر کوهستان ډیم ځپليو جرګې پلاوي په وزارت کښې ملاقات كړې۔ د جمعې په ورځ په جاري شوې بیان کښې وئیلې شوي، چې وفاقي وزیر انجینر امیر مقام ووئیل مونږ د یوې سیمې خلك يو، زمونږ سیمه او کلتور یو شان دې، زه تل ستاسو نمائندګي كوم ، ستاسو …
وفاقي وزیر انجینر امیر مقام سره د اپر کوهستان ډیم د ځپليو جرګې ملاقات

مزید خبریں
اسلام اباد 30 مئي (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي وزیر انجینر امیر مقام سره د اپر کوهستان ډیم ځپليو جرګې پلاوي په وزارت کښې ملاقات كړې۔ د جمعې په ورځ په جاري شوې بیان کښې وئیلې شوي، چې وفاقي وزیر انجینر امیر مقام ووئیل مونږ د یوې سیمې خلك يو، زمونږ سیمه او کلتور یو شان دې، زه تل ستاسو نمائندګي كوم ، ستاسو ستونزې مې پورته کړي او ستاسو اندېښنې مې اورېدلي دي۔وفاقي وزير انجینر امیر مقام د کوهستان د خلکو د جائز غوښتنو د مستقل حل لپاره د یوې خپلواكه كمېټۍ د جوړولو وړاندیز ورکړو۔ده ووئيل زه تل ستاسو د ستونزو په حل کښې کلیدي كردار ترسره كوم او زما د دفتر دروازې ستاسو لپاره تل پرانستي دي، زه به ستاسو د جائز غوښتنو ملاتړ او وکالت جاري ساتم ۔انجینر امیر مقام زور راوړو چې دا ډیم د قومي ګټو لپاره دے او پلاوي ته یې ډاډ ګيرنه ورکړه چې د هغوي د اندېښنو حل كولو لپاره به څه لاره راوباسم ۔ ده ووئيل چې زه به ستاسو غوښتنې او اندېښنې د واپډا چيئرمېن ته وړاندې كوم ۔په دې موقع د قومي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن ایم این اے ادریس خان هم موجود و۔










