د وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه ٬ په زائد الميعاد شناختي کارډونو د جاري كړې شوو سمونو بلاك كولو په شمول پريكړي وشوې

اسلام اباد 30 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د قومي ډېټابېس او رجسټرېشن ادارے (نادرا) مرکزي دفتر دوره وكړه او د یوې مهمې غونډې مشري كولو سره ئې مهمي پرېكړي وكړې ٬ د زائد الميعاد شناختي کارډونو په ټولو سمونو یې په سمدستي توګه د بندیز لګولو پرېکړه وکړه۔ د کورنیو چارو وزیر سپارښتنه وكړه چې د 2025 کال تر 31 دسمبر په ټول …

اسلام اباد 30 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د قومي ډېټابېس او رجسټرېشن ادارے (نادرا) مرکزي دفتر دوره وكړه او د یوې مهمې غونډې مشري كولو سره ئې مهمي پرېكړي وكړې ٬ د زائد الميعاد شناختي کارډونو په ټولو سمونو یې په سمدستي توګه د بندیز لګولو پرېکړه وکړه۔ د کورنیو چارو وزیر سپارښتنه وكړه چې د 2025 کال تر 31 دسمبر په ټول هېواد کښې د فېس رېکوګنېشن ټېکنالوجۍ عملي كول دې باوري كړې شي۔ د کورنیو چارو وزارت لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې د کورنیو چارو وزیر د ائي اېټ په سېکټر كښې د 10 منزله مېګا نادرا مرکز د بنياد تيګه كېښودله، چې بشپړېدل يۍ تر تر جون 2026 امكان لري۔ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ كښې په غونډه کښې پرېکړه وشوه، چې د زائد الميعاد شناختي کارډونو په ټولو سمونو به په سمدستي توګه بندیز لګولے شي،په وړومبي پړاؤ کښې به د 2017 او تر هغې نه د مخکښې شناختي کارډونو په سمونو بندیز لګولے شي٬ په غونډه کښې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو پړاؤنو كښې به د كال 2017 نه پس په منسوخ شوو کارډونو هم د دغسي پالیسۍ نفاذ باوري كولې شي، تر دې چې یواځې په فعالو شناختي کارډونو سمونه فعاله پاتې شي۔ د نادرا چئيرمېن لیفټیننټ جنرال محمد منیر افسر ووئیل، د پي ټي اے په مرسته به هغه سمونه بندولې شي كوم چې د مړه شوو کسانو یا زائد الميعاد ثابتي شي۔ د غونډې په مهال د نادرا چئيرمېن لېفټېننټ جنرال محمد منیر افسر د ادارې د رسني، خدماتو وړاندې کولو او ډیجیټل بدلون په اړه په پېش رفت بريفنګ وركړو۔ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په نادرا کښې د اصلاحاتو د د پېش رفت جاج واخست او د نادرا د تېر کال كاميابۍ ئې وستائلي، چې له مخې یې 87 نوي رجسټرېشن مرکزونه او 417 اضافي کاونټري جوړې شوي ۔غونډې ته ووئیل شول، چې د قومي شناختي کارډ (اېن ائي سي) د 2002 کال په قواعدو کښې د وفاقي حکومت لخوا مهم ترميم منظور شوے دے۔ د معلوماتو ورکولو په اړه ووئيل شول چې د ماشومانو او کورنیو د رجسټریشن سرټيفكيټس آپ ډيټ شوي دغسې چې د دهوكو مخنيوې باوري شي ۔ د دې ترميم د نفاذ لپاره نادرا یو كوټلې شناختي تصدیق سېسټم معرفي کړې۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په دې وروستیو کښې په اپلیکېشن کښې نوي اسانۍ شاملې شوي دي، لکه د ډیجیټل شناختي کارډ جاري کول، د پېنشنرز لپاره “پروف آف لائف ” او د وفاقي وسلو لائسنس نوی کول۔ د کورنیو چارو وزير مملكت طلال چوهدري او د نادرا اعلي چارواکي هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں