اسلام آباد۔30مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د لوے اختر مناسبت سره په اېكسپرېس وے د لګېدلې څاروو منډۍ دوره وكړه او دغلته يۍ د باوري كړې شوو آسانيو جاج واغست۔ وفاقي وزير پاركنګ لپاره د ځايې په مختص كولو او په څاروو لګولي شوي فيس كښې د كمي كولو هدايت وكړو۔ د داخله وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې …
د وفاقي وزير محسن نقوي په ايكسپريس وے د څاروو منډۍ دوره ٬ د آسانيو جاج يۍ واغست

مزید خبریں
اسلام آباد۔30مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د لوے اختر مناسبت سره په اېكسپرېس وے د لګېدلې څاروو منډۍ دوره وكړه او دغلته يۍ د باوري كړې شوو آسانيو جاج واغست۔ وفاقي وزير پاركنګ لپاره د ځايې په مختص كولو او په څاروو لګولي شوي فيس كښې د كمي كولو هدايت وكړو۔ د داخله وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي په منډۍ كښې بېوپاريانو او وګړو لپاره د باوري كړې شوو آسانيو جاج واغست۔ ده په څاروو لګولې شوي فيس كښې د كمي كولو هدايت هم وكړو۔ وفاقي وزير بېوپاريانو څخه د انتظاماتو په اړه تپوس پوښتنه وكړه۔ داخله وزير په منډۍ كښې په يو سپين غوي كښې خصوصي خوښي ښكاره كړه او ستائنه يۍ ستائنه وكړه۔ بیوپاری ووئيل د دې ډيمانډ 18 لکه او وزن 14 منه څخه زيات دے۔ داخله وزير په دې موقعه د وګړو په خواست منډۍ سره پېوست د كراسنګ پل د فوري مرمت امر وكړو۔










