ټوکيو 30 مئي (اے پي پي) په جاپان كښې د پاکستان سفارت د وفاقي وزير جام کمال خان په درناوي كښې د بزنس نيټ ورکنګ ډنر دستوره كړې په كومه كښې چې د جاپان سركاري چارواكو٬ نوموړو كاروباري شخصياتو٬ د ميډيا نمائندګانو او د پاكستان كميونټۍ غړو ګډون وكړو۔ دا خبره د جمعې په ورځ د وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې شوې۔ دستورې ته خپلېه وېنا كښې جام کمال …
د پاکستاني سفارت د وفاقي وزير جام کمال خان په درناوي كښې د بزنس نيټ ورکنګ ډنر دستوره

مزید خبریں
ټوکيو 30 مئي (اے پي پي) په جاپان كښې د پاکستان سفارت د وفاقي وزير جام کمال خان په درناوي كښې د بزنس نيټ ورکنګ ډنر دستوره كړې په كومه كښې چې د جاپان سركاري چارواكو٬ نوموړو كاروباري شخصياتو٬ د ميډيا نمائندګانو او د پاكستان كميونټۍ غړو ګډون وكړو۔ دا خبره د جمعې په ورځ د وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې شوې۔ دستورې ته خپلېه وېنا كښې جام کمال خان جاپان سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته وده وركولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان آئي ټي، معدنيات، زراعت او د تجديد وړ توان په اهمو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې لري٬ د جاپان سرمايه كارو له به په دې څانګو كښې سرمايه كارۍ څخه ګټه پورته كول وي۔ په دې موقع وفاقي وزير په جاپان كښې د پاکستان کميونټۍ د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل چې اوورسيز پاکستانيز د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي پل كردار لوبوي۔ په دستوره كښې دواړو هېوادونو شريكې اقتصادي مرستې ته وده وركولو او په سباٶن كښې په قوي او ګټوره همكارۍ كښې خوښي ښكاره كړه۔










